نادري: ما پسې وروستۍ تړل شوې خبرې، دروغ دي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
راپور: ملیحه ناصري

احمد نادر نادري د ده له خولې د وروستیو څرګندونو اړوند ویلي چې دا خبرې یې نه دي کړي او پسې له ځانه ویل شوي.
د سپوټنیک خبري اژانس په نوم یوې رسنۍ د احمد نادر نادري له خولې ( په قطر کې د مذاکراتو عمده غړی، طالبان د وخت په ضایع کولو تورنوي) تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړی و چې داسې یې پکې لیکلي و:
«موږ وخت نه ضایع کوو، طالبان وخت ضایع کوي. په داسې حال کې چې خلک د چارو چټکوالی غواړي…»
د نادري له قوله ویل شوي ول:

«طالبان لا هم د سرتېرو او عامو خلکو په نښه کولو سره هڅه کوي چې په پلازمېنه کې دولت تر فشار لاندې کړي… طالبان پر دولت د فشار راوړلو په پار ظلم د وسلې په توګه کاروي؛ خو د خپلو ارزښتونو له دفاع نه ستړي کېږو، چمتو یوو چې د دې لپاره په هر بحث کې ګډون وکړو.»

خو احمد نادر نادري د همدې راپور خپرولو سره لیکلي چې ما سپوټنیک سره هېڅ مرکه نه دي کړې، دا خبرې ما پسې تړل شوي، رښتیا نه دي.
https://www.facebook.com/Ah.naderNadery/posts/10158802223565948
دا په داسې حال کې ده چې د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو پر اجنډا ستونزې پیدا شوي دي.
طالبان ټینګار کوي چې د خبرو په جریان کې به یوازې له حنفي فقهې کار اخلي، خو حکومتي پلاوی وايي جعفري هغه ته هم باید ځای ورکړل شي.
ددې ترڅنګ طالبان ټینګار کوي چې ددې خبرو بنیاد باید له امریکا سره د طالبانو په خبرو پورې وتړل شي، خو حکومت وايي، دا بین الافغاني خبري دي اړینه ده چې په هغوي پورې وتړل شي.
دا دوه هغه ټکي دي چې اختلافات پرې موجود دي او تراوسه یې د حل لپاره لاره نه ده پيدا شوې.