د کرکټ په نامه یوې میاشتینۍ نشریې د ۲۰۲٠م د جون په ۲۲مه یوه ستره مقاله خپره کړې او په دغې مقاله کې د ۲۰۲۰م شل غوره کرکټران معرفي کړي او دوی یې په کم عمره لوبډلو کې غوره کرکټران بللي دي.
دغې نشریې ویلي چې د ۲۰۲۰م په اوږدو کې به دا لوبغاړي ښه پرمختګ وکړي او دوی به د کوچنیو یا کشرانو لوبغاړو په منځ کې له ښو وړتیاوو برخمن وي.
په دغو لوبغاړو کې ابراهیم ځدران، نوراحمد لکڼوال، قیس احمد، رحمان الله ګربز نومونه له افغانستان څخه شامل دي، د نسیم شاه، عابدعلي نومونه له پاکستان، له سریلانکا، هندوستان، افریقا، انګلستان او ځېنو نورو هېوادونو لوبغاړي شامل دي.
ابراهیم ځدراڼ
ابراهیم ځدران په ۲۰۲۰م نولس کلنو نړیوال جام کې د افغانستان اوپنر و، دی په څو لوبو کې خورا ښه وځلېد او د دغو لوبو په لړ کې یې له هندي جېسوال وروسته ډېرې منډې کړې وې.
ابراهیم ځدران یو سټایلېش توپوهونکی دی، چې د افغانستان لپاره په ۱۷ کلنو او ۱۹ کلنو لوبډله کې ښه پیلیيزه توپوهنه کړې ده.
دا چې په ۲۰۲۰م کې کرکټ کم شو، نو د ده کرکټ یې اغېزمن کړی دی او د لا پرمختګ مخه ډب شوې ده.
رحمان الله ګربز
نوموړی برید کوونکی پیلیز توپوهونکی دی، ده په ۲۰۱۸م کې خپل لوبيیز ځواک نړیوالو ته ښودلی و او د نیوزیلېنډ خلاف یې د نولس کلنو نړیوال جام کې له ابراهیم ځدران سره تر ۱۸۰ ملګرتیا په لومړۍ وېکټ کړې وه او د افغانستان هدف یې تر ۴ سوه رسولی و. ده د دې سربېره له بنګله دېش او ویسټ انډیز سره شل اوریزو لوبو کې خپله وړتیا په چټکو منډو سره وښودله.
او له دې وروسته په ۳۶۰ هم مشهور شو.
دا اصطلاح ای بي ډیویلیرس ته هم کارېږي، چې د میدان هر خوا شاټونه وهلی شي.
که څه هم ده د ۲۰۲۰م په دې وروستیو کې ډېر لیګونه ولوبول، خو نړیوال کرکټ یې د کرونا له امله اغېزمن شوی او د لوبډلو د سفرونو په نه کولو سره یې لوبې نه دي کړي.
خو ده په شپږیزه لیګ کې اتلولي واخیسته او د بست په نامه لیګ یې په قندهار کې وګاټه.
اوس یې د سریلانکا لیګ کې خپله چټکه لوبه کړې ده.
قیس احمد
قیس احمد د افغان لوبغاړو په منځ کې هغه بالر دی، چې لیګ برېک او ګوګلي بالېنګ کې تر راشدخان وروسته د افغان بالرانو په منځ کې له شهرته برخمن دی.
ده د نولس کلنو په لوبډله، ملي لوبډله د لوبېدو او توپ اچونې سربېره د اسټرالیا لیګ، سریلانکا لیګ، لس اوریز لیګ، د سي پي اېل لیګ، بنګله دېش لیګ او نورو ځایونو کې یې لوبې کړي او ستر، ستر لوبغاړي یې سوځولي دي.
تازه یې په سریلانکا لیګ کې له لاسته راوړنو ډکه توپ اچونه کړې ده او دا لړۍ یې روانه ده.
دا چې ده د کرکټ نړیوالې شورا په چوکاټ په ۲۰۲۰ کې د کرونا له امله لوبې نه دي کړي، نو کرکټ یې اغېزمن شوی د او وخت یې ضایع شوی دی.
نوراحمد لکڼوال
په ۲۰۱۸م کې د هندوستان خلاف په وېکټو اخیستلو کې بریالی شو او دا یې د نړیوال شهرت سبب شو.
ده هندوستان د له ۱۷ کلنو د کم عمر لوبډلې خلاف په پنځه لوبو کې تر ټولو زیاتې وېکټې ( ۸ ) واخیستې او همغه و، چې د کم عمره لوبغاړو په منځ کې د ځیرک توپ اچوونکي په نامه مشهور شو.
دی د افغانستان کرکټ لیګ کې د لوبېدو سربېره په سي پي اېل لیګ کې هم اخیستل شوی و، خو د ویزې ستونزې له امله ونه توانېد، چې د ویسټ انډیز لیګ ولوبوي.
اوس د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې اخیستل شوی دی او څلور ورځې وروسته به یې لوبې پيل شي.
دا چې ۲۰۲۰م کې کورونا سر راپورته کړ، نو د ده د لا زیات لوبېدلو مخه یې ډب کړې ده.
د افغانانو سربېره د اسټرالیا مک ګورک، د هندوستان پرېتوي شاو، د پاکستان حارث روف، د سریلانکا لسېت اېمبولدینیا، د پاکستان حیدرعلي، د پاکستان نسیم شاه، جایډن سیلز د ویسټ انډیز څخه چټک توپ اچوونکی دی.
د هندوستان یشاسوي جېسوال، د سولي افریقا فسټ بالر جیرالډ کویټزي هم هغه لوبغاړی دی، چې کولای شي راتلونکي د کرونا په نشتون کې پراخې لوبې وکړي او د پرمختګ په پوړیو قدمونه کېږي.
د انګلستان اولي پاپ غوره توپوهونکی دی، چې په کم عمر کې یې د انګلستان ملي لوبډله کې هم د لوبېدو حق واخیست، اکبر علي له بنګله دېش څخه غوره توپ وهونکی دی، ټیاګي د هندوستان څخه لوړ قدی او چټک توپ اچوونکی دی، رچین روېندرا د نیوزیلېنډ الراونډر دی، جاش پېلېپي غوره وېکټ ساتونکی توپوهونکی دی.
۲۰۲۰م کې کورونا پر کرکټ منفي اغېز
د ۲۰۲۰م په اوږدو کې کرکټ د کورونا له امله وځپل شو، د کرکټ نړیواله شورا د اقتصادي بحران سره مخ شوه، د لوبډلو سفرونه وځنډول شول، نړیوال شل اوریز جام ۲۰۲۱م ته پاتې شو، د هندوستان سوداګریز کرکټ لیګ په دوبۍ له ننداره کوونکو پرته وشو، د پاکستان د کرکټ لیګ لوبې په مهم پړاو کې وځنډول شوې، په انګلستان د هنډرېډ بالز ( سل توپونو ) لوبې ونشوې، د افریقا سفر هند ته، د نیوزیلېنډ سفر اسټرالیا ته، د انګلستان سفر سریلانکا ته او ګڼ شمېر نورې لوبې لغوه شوې.
چې دې چارې کرکټ بورډونو، کرکټ لوبغاړو، کرکټ نړیوالې شورا، د اسیا کرکټ شورا او یو شمېر نورو بنسټونو ته زیان واړاوه.