کوربه انګلستان افغانستان ته په ۹ ویکټو ماته ورکړه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

افغان لوبډلي د پاکستان خلاف تر بریا وروسته نن د نړیوال جام په تمریناتي لوبو کښي خپله دوهمه تمریناتي لوبه د انګلنډ خلاف ترسره کړه.
انګلنډ لوبډلي له ټاس ګټلو وروسته د توپ اچووني پرېکړه وکړه او افغان لوبډله یې توپ وهني ته دعوت کړه.
افغان لوبډلي د انګلنډ خلاف په پرلپسې توګه خپلي ویکټي له لاسه ورکړې او په پای کښي یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره انګلنډ ته د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان لپاره په توپ وهنه کي محمدنبي ۴۴ او نورعلي ځدران ۳۰ تر نورو ډیري منډي جوړي کړې .
د انګلنډ لپاره په توپ اچوونه کي روټ او آرچر ۳/۳ افغان لوبغاړي وسوځول.

حشمت الله شاهدي او نجیب ځدران هغه افغان لوبغاړي وه چي د رن اوټ په نتیجه کي خپلي ویکټي له لاسه ورکړې.
د انګلنډ لوبډلي د ۱۶۱منډو ټاکل سوی هدف د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره په ۱۷.۳ اورونو کښي بشپړ او لوبه یې په خپلي بریا سره ختمه کړه.
د انګلنډ لپاره په توپ وهنه کي روای ۸۹ او بیرسټو ۳۹ چټکي منډي جوړي کړې.
د افغان توپ اچوونکو له لوري محمدنبي یو انګلنډی لوبغاړی اوټ کړ.
د یادوني وړ ده چي افغان لوبډلي خپله لومړۍ تمریناتي لوبه له پاکستان څخه ګټلې وه خو نن یې له انګلنډ څخه ماته ومنل پداسي حال کي انګلنډ له نننۍ بریا وړاندي له اسټرالیا څخه په ۱۲ منډو ماته منلې وه.