راپور: بشر درویش
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وايي، طالبان دې جګړه پای ته ورسوي.
هغه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي؛ طالبان باید د ننني افغانستان واقعیتونه درک کړي او جګړه ودروي.
نوموړي وړاندې لیکلي:
«د طالبانو لپاره دا غوره ده چې نن ورځ د افغانستان واقعیتونه درک کړي. د دوی اصلي لوری د افغانستان د اسلامي جمهوریت حکومت دی، چې د افغانانو د اکثریت استازیتوب کوي. له بدمرغه د طالبانو وروستۍ څرګندونې وخت کشي او د سولې خلاف بهانه جوړول دي.»
ښاغلي صدیقي ویلي چې د طالبانو د خورا خطرناکو غړو له خوشې کیدو وروسته ، طالبانو ته هیڅ بهانه نشته.
ده لیکلي:
«اوس ددې ډلې لپاره، چې زموږ د ملت د هیڅ برخې استازولي نه کوي، له تاوتریخوالي دې لاس واخلي او د افغانانو د جګړې د پای لپاره د افغانانو اراده دې ومني.»
حکومت نه منو
بل پلو وسله والو طالبانو د ښاغلي صدیقي څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې دوی اوسنی افغان حکومت د نظام په توګه نه پیژني.
دا په داسې حال کې چې پرون طالبانو په تازه اعلامیه کې له حکومت سره د خبرو نه کولو څرګندونې کړي دي.
طالبانو ویلي چې اوسنی حکومت د کابل اداره او د امریکا په لاس جوړ شوی سیستم دی، ځکه ورسره خبرې نه کوي او یوازې غواړي د حکومت په حیث نه بلکې افغان لورو په حیث ورسره خبرې وشي.
د مرګوني حالت خبرداری
بل پلو؛ ولسمشر غني په یوه تازه مقاله کې چې واشنګټن پوسټ کې خپره شوې لیکلي چې که له طالبانو سره د سولې خبرې ناکامیږي، دا به افغانستان او نړۍ ته مرګوني تمام شي.
هغه ویلي و چې که چیرې طالبان د سولې لپاره د افغانانو غوښتنې ونه مني ، نو د جګړې د دوام مسؤلیت به یې په غاړه وي او تاریخ به یې وغندي.
د خلکو غبرګونونه
په ټولنیزو رسنیو کې د سولې خبرو پر ځنډیدو ګڼو خلکو اندیښنه څرګنده کړې او هیله یې کړې چې له داسې اقداماتو دې ډډه وشي چې د سولې خلاف خنډونه جوړوي.
یو شمیر خلکو لیکلي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو کولو لپاره بل هیڅ خنډ نشته او دا نوی خنډ چې له طالبان وايي له حکومت سره خبرې نه کوي او نه یې مني، ویرونکی او د افغانستان لپاره ویجاړوونکی دی.