وروستیو څه کم دوه لسیزو کې د افغان ولس پام له تیره په توپير تعلیم ته ور اوښتی، دا کچه ورځ تر بلې مخ په بره روانه ده، ځکه افغان انسان ورځ تر بلې پوهیږي چې نجات یې یوازې پر ماشومانو د زده کړو کول دي.
دې نیکمرغه پوهاوي ښوونځیوو کې د زده کوونکو تعداد هم زیات کړی، چې ښه مثال يې د ځینو دولتي ښوونځیو په یوه ورځ درې وخته تدریس دی.
د پوهنې وزارت ځینې ښوونځي ددې لپاره درې وخته کړي چې په دوو وختونو کې زده کوونکې نشي کولای، ځایه شي، نو ځکه به په دریو وختونو کې زده کوونکي روزي.
۱. له دولتې ښوونځو څوک ډیره ګټه اخلي؟
پخوا به له عامه تر خاصه ټولو دولتې ښوونځیو کې زده کړې کولې، خو د خصوصي هغو په راتګ سره یو شمیر خلکو خپل بچیان خصوصي ښوونځيو ته تبدیل کړل یا تبدیلوي.
نو اکثره د کمزوري اقتصاد لرونکو کورنیو ماشومان په دولتي ښوونځیو کې زده کړي کوي.
۲. درې وخته ښوونځي څه زیانونه لري؟
ډیری دولتي ښوونځي درې وخته دي مثال: لومړی وخت له اووه نیمو تر یوولسو، دوهمه دوره د یوولس نیمو تر دوو او دریمه دوره دوه یا دوه نیمې بجې پیل او شاوخوا څلور بجې پای ته رسیږي.
ښه نو؛ په لومړۍ دوره کې یو زده کوونکی که اووه نیمې ځي نو حتما نیم ساعت د لارې بندښت، په لاره کې د ځینو ټولنیزو نزاکتونو د نه مراعت کولو له امله د زده کوونکي فکري نارامي، د یو درسې ساعت تر بدلیدو وروسته د څو څو دقیقو ناسمه دمه او په ټوله کې، د تفریح له نشتون له وجې په تشه خیټه درس ته ناسمه توجه، هغه موارد دي چې په همدې دریواړو دورو کې نه مراعت کیږي او له همدې وجې، له پیله تر پایه د زده کوونکي راتلونکی خرابوي.
۳.دا شته تشه به څوک ډکوي؟
ښکاره ده هغه تشه چې دولتي ښوونځیو راولاړه کړي، خصوصي ښوونځي يې ډکوي.
په ننګرهار کې د خصوصي ښوونځیو د اتحادې رئیس برهان سیرت وايي:
موږ نه تنها په خصوصي ښوونځیو کې د زده کوونکو د لا ښه تدریس لپاره کافي وخت لرو بلکې ډیرې نورې اسانتیاوې هم شته چې، زده کوونکي په شخصي ښوونځیو کې ښه روزل کیږي.
د مهربانو او تکړه ځوانو ښوونکو شتون، د کورنیو او د ښوونځیو ترمنځ د زده کوونکې د سوې لوړولو لپاره د ګډ کار زمینه سازي، د کورنیو لخوا د زده کوونکو د تعقیب مسله، د زده کوونکو د درسونو څخه قوي څارنه او په ټوله کې د زده کوونکو سره د کورنیو پنځوس سلنه همکاري هغه ستر لاملونه دي چې ښاغلی سیرت يې په خصوصي ښوونځیو کې د ښې نتیجې لامل بولي.
دا هم باید له پامه ونه غورځول شي چې، په دولتي ښوونځیو کې د زده کوونکو لپاره سم کار ندی شوی، خو د زده کوونکو د لاښه والي او د دولتي او غیر دولتي ښوونځیو د درسي میتود او لیول ترمنځ واټن راکمولو لپاره باید هم کورنۍ او هم د پوهنې وزارت خاصه پاملرنه وکړي.