د ملي مصالحې شورا تشکیلات؛ کرزي يې غړیتوب رد کړ

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
راپور: مليحه ناصري

ولسمشر غني د یوه حکم په ترڅ کې د ملي مصالحې شورا تشکیلات اعلان کړل.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر د یوه حکم په ترڅ کې د ملي مصالحې عالي شورا د ځينو غړو نومونه اعلان کړل.
په دې حکم کې یې له خصوصي سکتور، عالمانو، ملي شورا، ولایتي شوراګانو او رسنیو څخه غوښتي چې د یوې اونۍ په ترڅ کې خپل استازي د دې شورا د غړیتوب لپاره راوپېژني.
د دې حکم پر بنسټ، د شورا نولس غړي جهادي او سیاسي څېرې، نهه یې حکومتي چارواکي، اته کسه هم مېرمنې دي. دا شورا یو رییس او اووه مرستیالان لري، دوه کسه نور یې هم د رهبرۍ غړي دي.
ډاکټر عبدالله عبدالله یې رییس، عبدالسلام رحیمي، عنایت الله فرهمند، اسدالله سعادتي، زهره مطهري، عطاالرحمن سلیم، حاجي دین محمد او اکرم خپلواک یې مرستیالان دي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي هیأت رییس معصوم ستانکزی او نورالحق علومي د شورا د رهبرۍ د غړي دي.
د ملي مصالحې د عالي شورا د غړو په نوملړ کې د حامد کرزي، عبدالرب رسول سیاف، ګلبدین حکمتیار، کریم خلیلي، محمد محقق، عبدالرشید دوستم، یونس قانوني، صلاح الدین رباني، عطا محمد نور، اسماعیل خان، حامد ګېلاني، سید منصور نادري او عنایت الله شهراني نومونه هم شته.
خو په تازه راپورونو کې ویل شوي چې حامد کرزي ددې شورا غړیتوب رد کړی دی. معلومه نه ده چې ولې حامد کرزي دا وړانديز رد کړی دی.
عبدالله عبدالله دوې ورځې مخکې وویل چې ښايي د افغانانو تر مینځ خبرې-اترې راتلونکې اونۍ پیل شي.
د یادونې وړ ده چې تقریباً درې میاشتې مخکې محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر څو میاشتو خپلمنځي ستونزو وروسته هوکړې ته ورسېدل او عبدالله عبدالله یې د ملي مصالحې د عالي شورا د رییس په توګه وټاکه.