د عمران خان سفر او افغان سوله؛ ایا پاکستان پخوانۍ تلګلاره تعقیبوي که بله انتخابوي؟

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
لیکنه: بشر درویش

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان پرون کابل ته راغی او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یې ولیدل.
دا سفر داسې مهال کیږي چې د افغانستان د سولې په اړه بین الافغاني خبرې جریان لري، خو په داسې یوه وضعیت چې له شا او خوا یوې میاشتې راهیسې په کې هیڅ بدلون نه و راغلی. اما کابل ته د عمران خان له سفر هم مهاله په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالب ډلې ترمنځ د خبرو په برخه کې د پرمختګ خبر ورکړل شو.

ژمنې او پخوانۍ سابقه

پرون د پاکستان لومړي وزیر په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د سولې پر ټینګښت ټینګال وکړ، تاوتریخوالی یې نامناسب وباله او ویې ویل چې په صادقانه ډول افغان سولې کې مرسته کوي.
له دې وړاندې هم عمران خان او نورو پخوانیو پاکستانیو مشرانو ورته ژمنې، څرګندونې او خبرې کړي دي، خو په هغه ډول سره چې ژمنه کیږي په عمل کې معکوس یا سرچپه پایلې ورکوي. دا ځل هم ورته اټکل هم کیدای شي.

اوس څومره تمه لرلی شو؟

له هر څومره باوريو سره سره، اوس حالت یو څه بدل ښکاري. بلاخره پاکستان هم پر دې به تقریباً پوه شوی وي چې افغانستان پخوانی وضعیت نه لري او پرته له په دولت – دولت اړیکې پرمختګ ناشونی دی.
ترڅنګ یې له سفر سره همهاله په دوحه کې د پرمختګ خبر دا مانا ورکوي چې دوی دا پروسه مخته وړي او تر یوه حده په کې همکاري کوي. که چیرته د پاکستان همکاري یقیني شي او طالبانو باندې ومني چې ډیرو شیانو کې نرمښت وښيي او پروسه مخته بوځي او ان تر اوربنده ورسیږي، نو مانا دا چې پاکستان هم خپلو موخو ته رسیدلی، ګټې یې خوندي شوي او بلاخره همکارۍ ته چمتو شوی دی.
ددې په خوا کې کولی شو ووایو چې اصل کې په افغانستان کې روانه جګړه د مشروعیت له پلوه صفر ته رسیدلې، تقریباً هر افغان پر دې پوه شوی چې پردۍ جګړه ده او پر جګړه ټینګار کوونکي د بل چا لپاره دا پروسه مخته وړي او افغانان په کې وژل کیږي.
له امریکا سره اوربند او په افغانستان کې بیا هم بریدونه، جنګونه، وژنې، د عامه شتمنیو زیانمنول او د خلکو وژل، ټول ددې ښکاره ثبوت شوی چې واقعاً موږ په پردۍ جګړه کې ښکیل یوو چې نه له دیني اړخه کوم ربط لري او نه هم له وطني اړخه. نو پر داسې یوه مهال چې پاکستان له دې جګړې تر اوسه له همدې امله استفاده کوله چې دین دی، وطن دی او اشغال دی، نوره دا بهانه ختمه شوې، نو پر همدې اساس دا چې د جنګ سونګ توکي کمیږي یا ختمیږي، دغسې مهال د جګړې له اړخه د موخو تعقیب سختیږي، نو پر همدې اساس به پاکستان هڅه کوي چې نور خپلې ګټې له نورو لارو تعقیب کړي چې یو یې دا وي څو دولت په دولت سره اړیکه کې شي، ګټې خوندي کړي او مخکې ورسره لاړ شي.

نو له همدې امله هم د عمران خان دې سفر ته یو همدا مجبوریت یې هیله راټوکولی شي.
په هر حال؛ هیوادونه تل په خپلو ګټو پسې وي او پاکستان په دې برخه کې له افغانستان سره له تیره همداسې یوه پیاوړې سابقه لري چې تل یې په ډیر ماهرانه ډول سره خپلې موخې تعقیب کړي، نو اوس هم همداسې ښکاري. نو په کار ده چې افغان حکومت، افغانان او ټول لوري د ډیرې بې ځایه خوش باورۍ پرځای پر دې فکر و کار وکړي چې باید خپله جګړې ته نه ووایي، پر ضد یې ودریږي، د سپیڅلي دین او ښکلي افغانستان دفاع او په کې سوله راوستل خپل واقعي ارمان وبولي چې پرته د هر بهرني له تمې یې د ابادۍ کوښښونه وکړي او د وطن ورانوونکو مخه ونیسي.
ګران وطن کې د افغانانو په لاس د سولې او امن په هیله !