طالبانو د افغان پوځ یو کومانډو تر ۵ میاشتو بند وروسته وواژه– وکیل

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
راپور: ملیحه ناصري

د افغانستان د ولسي جرګې یوه غړي ویلي چې د افغان پوځ یو سرتېری له پنځه میاشتې بند وروسته طالبانو وواژه.
په ولسي جرګه کې د غزني استازي محمد علي اخلاقي ویلي چې په کندهار کې د پوځ د څلورمې لوا د ځانګړو عملیاتو یو کومانډو څلور ورځې مخکې په زابل کې طالبانو وواژه.
علي محمد د غزني د مالستان اوسېدونکی و. مړه یې په زابل کې سړک ته څېرمه غورځول شوی و.
د علي اخلاقي په وینا, علي محمد پینځه میاشتې مخکې له کندهاره زابل ته راروان و, په لاره کې طالبان ونیو, بندي یې کړ.
ښاغلي اخلاقي وویل:

«کورنۍ یې د ده له ژوندینې خبره وه او ده په خپله له ملي دفاع وزارت سره دا خبره کړې وه چې علي محمد دې د هغو بندیانو په نوملړ کې ځای شي چې تبادله کېږي. فاع وزارت راته ډاډ راکړی و چې علي محمد په دې نوملړ کې شامل دی»

د علي محمد جسد د پنجشنبې پر ورځ ماښام مهال د غزني له مرکزه مالستان ته یووړل شو. د ملي امنیت شورا د وږي پر دیارلسمه ویلي و چې طالبانو ټول بندیان کومانډویان راخوشې کړي دي؛ خو ملي دفاع وزارت وایي چې دا پېښه څېړلو ته اړتیا لري.
طالبانو بیا رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې طالبان پر لویو لارو تر ډیره هغه خلک نیسي چې هدف یې وي او ترڅنګ د افغان سرتیرو غړي نیسي چې ځیني وژل کیږي او د ځینو نورو نادرکیدو راپورونه ورکول شوي دي.
باید وویل شي چې نن د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوې، معلومه نه ده چې تر کومه به دوام وکړي.