ننګرهار کې د سولې په هکله د ښځو د شبکې مطبوعاتي کنفرانس؛ ولس له پردي جنګه ستړی او ژر تر ژره سوله غواړي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

پرون چهار شنبه، د ننګرهار ولایت په سپینه ماڼۍ کې د سولې په هکله د ښځو شبکې مطبوعاتي کنفرانس ورکړ.
په عمومي توګه دغه کانفرانس دوو ادارو په ګډه تنظيم کړی و چې مالي برخه يې د Musharikat او تنظيم چارې يې د EPDدفتر پر مخ وړلې. نن د یاد کنفرانس فاینل و.
مخکې له دې چې دغه کانفرانس وړاندې شي، د ننګرهار په دوو ولسواليو بټي کوټ او روداتو کې او بيا جلال آباد او د ننګرهار پوهنتون د نجونو په ليليه کې د 1000 ښځو او نجونو په کمپايني توګه په يوه تيکه خپل نومونه او لاسليکونه وکړل.
300 لاسليکونه په بټي کوټ کې، 300 په روداتو کې، 300 په ښار کې او 100 په ننګرهار پوهنتون کې په یوه سپین پړوني لاسلیک کړي دي.
موخه یې دا وه چې حکومت، طالبانو او نړيوالو ته دا پيغام ورکړل شي، چې نور ولس له پردۍ جګړې ستړی شوی او په هره بیه سوله غواړي.
د دواړو ولسواليو څخه دوې دوې جګړه‌‌ځپلې ميندې هم راغوښتل شوې وې، چې خپل د زړه غږ او دردونه د کانفرانس او رسنيو له لارې د حکومت، طالبانو او نړيوالو تر غوږونو ورسوي.
په یاد کنفرانس کې، چې لس تنه يې د مشارکت د ائتلاف غړي ول، ۱۰ تنه د “اي پي ډي” څخه ول، ۶ تنه د اړوندو ادارو استازي ول، ۵ تنه جنګ‌ځپلې ميندې وې، ۹ تنه مدني فعالان ول، چې ټولټال ۳۰تنه ګډونوال رابلل شوي وو.
د کنفرانس موخه دا وه چې د ننګرهار د لرې پرتو سيمو اوسېدونکي، چې ۱۹ کاله د جنګونو سره لاس او ګرېوان ول او دي؛ د سولې مذاکراتو، نړيوالو او حکومت ته خپل غږ ورسوي او له بل پلوه په را روانو مذاکراتو کې د ښځو ونډه زياته شي، او که سوله راځي، نو بايد د ښځو ۱۹ کلن پرمختګ او تعليم مخنيوی نه باید وشي.
IMG-20200909-WA0012.jpg

د کنفرانس له ښځو ځینې مطرح شوې پوښتنې او د هغوی ځوابونه
۱ – د ښځو ګډون د سولې په پروسه کې څومره او څرنګه ارزوئ؟
ـ میمنه قاضي زاده (د پرموټ مشارکت تعلیمې او تربیتي بخش غړې):
د ښځو ونډه په دې پروسه کې ډېره کمرنګه ده، موږ ۳۴ ولایتونه لرو، په دې ولایتونو کې ډېری بانفوسه خویندې او مشرانې لرو، تایید د نظر خویندو لرو، باید د دغو ټولو خویندو څخه په یاده پروسه کې برخه واخلي. همدا راز موږ د ښځو چارو وزارت په راز کې لرو، ۷۰۰، ۸۰۰ خویندې د وزارت څخه په یوه اجماع کې راغونډېږو، مصارف کېږي، چې د سولې په پروسه کې خپل نظر وړاندې کړي، رسنۍ هم په راس کې دي، خو د دغو ښځو نه هېڅ نظر پکې نه دی غوښتل شوی.
قاضي زاده د خپلو خبرو په اخر کې پوښتنه کوي: د ښځې کوم نظر تر اوسه په دغه پروسه کې وړاندې شوی دی؟
هغه زیاتوي، عرفاً او قانوناً احترام زموږ په ټولنه کې ښځو ته شته دی، ښځه نیمه ټولنه تشکیلوي، بل د سولې په پروسه کې لږ تر لږه څلورمه برخه هم ښځو ته ورکړل شوې ده!؟
۲ – د دولت او بین المللي ګوندونو څخه د ښځو غوښتنه؟
ـ سیما ځلاند (د ائتلاف غړې):
په افغانستان کې ډېری قرباني ښځو ورکړې او روانې جګړې په هر مخ څپېړې ورکړې دي، موږ ښځې تلپاتې او پاییداره سوله غواړو، خویندو او ښځو ته د تعلیم ضمینه برابره او د ښځو عزت پکې خوندي وي.
اسلام و قانون چې کوم حقوق ښځو ته ورکړي، هماغه حقوق غواړو او باید ورکړل شي.
۳ – دغه کم تعداد ښځې چې د سولې په پروسه کې غړیتوب لري یا د مصالحې په شورا او نورو برخو کې دي، ایا دوی به وکولای شي، چې د افغانستان د ټولو ښځو نماینده‌ګي وکولای شي او که نه؟
ـ پښتنه نبي (د مقام جنډر کار پوهه) لنډه مقدمه وړاندې کوي:
افغانستان هغه هېواد دی، چې څلور لسیزه جګړې پکې روانې دي. هر تحول چې په هېواد کې راځي څومره هیلې له ځانه سره راغوړوي، زموږ یوازینۍ د دغې تحوله د سولې هیله ده او د خوشبختۍ ځای دا دی، چې دغه پروسه اوس په رسمي بڼه جریان کې ده. که د دولت له چوکاټ سره سم پر مخ لاړه شي، نو د سولې په پروسه کې طبعاً غوښتنې او هیلې شته دي.
موږ ښځینه به دا وایو، چې هغه همه‌شموله وي، موږ هغه سوله غواړو چې د افغانستان ټولې برخې پکې ښکېل وي.
وروسته له مقدمې د اصلي پوښتنې ځواب داسې وایي:
متاسفانه دغه پلاوي، چې اوس ټاکل شوي، د ښځو لپاره همه شموله نه دي، مرکز محوره دي. هغه ښځې چې قرباني یې ورکړې، متضرره شوې دي، دوی بېخي په نظر کې نه دي نیول شوي، چې دوی هلته خپل غږ پورته کړي، خپل درد وغږېږي، خپلې غوښتنې مطرح کړي.
متاسفانه یو څو تنه د ګوتو په شمار ښځينه دي په مرکز کې، چې هر چېرته هم د ښځو د حقوقو مسئاله پیدا یا خبره کېږي، همدغه مشخصې څو تنه ښځینه ورته معرفي کېږي.
موږ دا نه وایو، چې یادې ښځې موږ ته د منلو وړ نه دي، هغوی هم زموږ سر، سترګې دي، موږ ته د منلو وړ دي، دومره موده یې مبارزې کړې، سهي ده، هغوی دې هم وي، خو همه شموله نه ده او که دا هم ووایو، چې جنسیتي برابري پکې تأمین نه ده، دا به هم سهي وي.
که ووایم چې جنسیتي برابري دې تأمین شي، یعني لیستونه دې جوړ شي؛ که سل تنه نارینه دي، سل تنه ښځینه دې هم پکې وټاکل شي، خو دا به بیا هم یو جامع نظر نه وي.
پشتنه زیاتوي، چې په ټوله کې موږ هغه ښځې غواړو، مثلاً دغه سل تنه ښځې که هلته معرفي کېږي، دوی که هلته لاړې شي او خبرې ونشي کړای، د ښځو د حقونو څخه دفاع ونشي کړای، بیا به هم بې ګټې وي.
موږ هغه جنسیتي برابري غواړو چې زموږ د ټولو ښځو استازولي وکولای شي، زموږ ستونزې هلته مطرح او بیان کړای شي او یو مثبت پوائنټ ځنې واخیستل او واخیستلای شو.
د سولې د روانې پروسې څخه د غوښتنو او هېلو په هکله پشتنه زیاتوي:
زموږ د خلکو د سولې د پروسې څخه غوښتنې او هیله دا ده چې؛ ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه باید تضمین ورکړي، چې دواړې خواوې به تخطې نه کوي، کوم لاسلیک یا تړون چې د دوی ترمنځ کېږي.
“د سولې په پروسه کې اساسي رکن تضمین او درېیمګړی دی”
مخکې له دې چې د نوموړي کنفرانس د پایلې غوښتنې ولیکم د یاد کنفرانس یو تن نارینه غړي نظر را اخلم:
 ـ مهر تاج (زه)؛
استاد محترم، په لومړی سر کې که ځان را وپېژنئ او بیا راته ووایاست، څه فکر کوئ، چې دغه شان کنفرانسونه، غونډې او ناستې به څومره په یاده پروسه کې ګټورې تمامې شي او څومره ډاډه یاست، چې ستاسو غږ او غوښتنې به لومړی تر چارواکو او خصوصاً تر مخالفینو ورسېږي او غور به پرې وشي؟
استاد: نظیف الله ځيرک یم، د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي یو تن استاد او د پرموټ مشارکت د سولې د شبکې یو تن غړی او ټرینر.
دغه کانفرانس ډېر ګټور و او په پوره ډاډ ويلی شم، چې معلومات به يې د چارواکو تر غوږونو ورسېږي.
مشارکت د کانفرانس ويډيو او معلومات د ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله تر مېزه رسوي او د رسنيو له لارې به تر مخالفينو هم ورسېږي. او په پوره ډاډ ويلی شم چې دواړې خواوې به پرې غور وکړي.
اوس هم د ښځو د شبکې مطبوعاتي کنفرانس د پایلې غوښتنې:
IMG-20200909-WA0020.jpg
۱ – د انسان درک کولو او د تلپاتې سولې په هدف، د سولې له بهیر څخه د څارنې یو نړیوال میکانیزم رامنځته کول؛
۲ – د افغان وګړو د حقونو د ساتنې او د ملکي امنیت د دفاع په موخه له افغان ځواکونو سره ستاسو د مرستو او همکاریو دوام؛
۳ – د افغان دولت، سیاسي ګوندونو او طالبانو سره له خپل نفوس څخه په ګټې اخیستنې سره په رښتینې او برابره توګه د ښځو، ځوانانو، د جګړې د قربانیانو، اقلیتونو، مدني ټولنو او رسنیو د حقوقو څخه ملاتړ وکړئ، چې د سیاست او مدني ټولنې ترمنځ توازن وساتل شي؛
۴ – پر طالبانو له بشري تلپاتې اوربند سره د موافقې په موخه فشار راوړل؛
۵ – د ټولو افغانانو د خوندیتوب په برخه کې د پاتې راتللو او تېرو دوو لسیزو د لاسته‌راوړنو سره د مخالفت په صورت کې په دولتي مسوولینو، سیاسي مشرانو، طالبانو، مالي او سکتوري بنسټونه ومني؛
۶ – د نړیوالو بشري حقونو په ځانګړې ډول د نجونو او ښځو او همدارنګه اقلیتونو ته په احترام د افغانستان سره خپلو مالي مرستو ته دوام ورکوئ، چې تروریزم او افراطیت په وړاندې په مبارزه کې خپله سیمه‌ییزه همکاري پراخه او د دیپلوماسۍ په مرسته د اقتصادي او سیمه‌يیزو شخړو د حل په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړي، چې موږ پر دې باور یو، چې په خپلو پښو د ولاړ افغانستان د رامنځته کولو په موخه مو ډېرې لارې وهلي دي.
اجازه راکړئ، چې د اوږدمهالې سولې د لیکلودي، عدالت او سولې د تطبیق په برخه کې خپل ستراتیژیک صبر له لاسه ور څخه کړو او ماشومان مو په سوله کې ژوند وکړي. ځوانان مو د هوسا افغانستان په بیارغونه کې برخه واخلي او همدا چې هېواد مو یو ځل بیا د ترورېستي ګروپونو په خوندي پټنځایونو بدل نشي.
درنښت
د ښځو ولایتي شبکې او په سوله کې د ښځو ائيتلاف