
دا چې افغان لوبډله له پاکستانۍ لوبډلې د عمر په لحاظ ډېره کشره ده؛ خو د افغان لوبډلې وروستیو پرمختګونو او د لوبغاړو ځلېدلو دا لوبډله د نړیوالو لوبډلو په قطار کې ودروله او اوس پرې د یوې ځواکمنې لوبډلې اطلاق کېږي.
د سپورټس کيډا په نامه وېب پاڼې لیکلي، که څه هم پاکستانۍ لوبډله ځواکمنه ده؛ خو افغان لوبډله دې هم کمه نه ګڼي او وېره ترې پکار ده.
دې وېب پاڼې لیکلي د افغانستان لپاره د شهزاد محمدي ښه لوبه کولای شي، چې پاکستان له ورخطایۍ سره مخ کړي.
افغانستان او پاکستان د جمعې په ورځ د می په ۲۴ مه نېټه د انګلستان په برېسټول سیمه کې په یوه تمریناتي لوبه کې مخ دي.
دواړه لوبډلې مخکې دوه ځلې په رسمي لوبو کې مخ شوي دي.
۲۰۱۴ کال اسیا جام او ۲۰۱۸ کال اسیا جام سیالیوکې دواړه لوبډلې هېډ ټو هېډ شوي دي.
د ۲۰۱۴ په پرتله ۲۰۱۸ کال کې افغان لوبډله نسبت پاکستانۍ لوبډلې ته ډېره ښه وه.
افغانستان او پاکستان د تمریناتي لوبو پرانېسته سبا ماسپښین کوي.
افغانستان غواړي چې اسیا جام کې د پاکستان پر وړاندې خپله ماته په بریا جبران کړي او پاکستان بیا غواړي په نړیوالو یو ورځنیو لوبوکې خپلې پرله پسې ۹ ماتې هېرې کړي او لومړي بریا د افغانستان پر وړاندې خپله کړي.
د دواړو لوبډلو دا کشمکش به په کاونټي لوبغالي کې سبا ماښام انجام شي.
د افغان لوبډلې په پرتله د پاکستان مُرال ځکه لوېدلی ښکاري، چې دوی د اسټرالیا له خوا په عربي متحده اماراتو کې وایټ واش شول او انګلستان کې یې تازه څلور د صفر پر وړاندې له انګلستان څخه کلین سويپ ماته وخوړه.
بل پلو بیا افغان لوبډلې تازه د سکاټلېنډ او ایرلېنډ خلاف په دریو یو ورځنیو لوبو کې دوه وګټلې او د پاکستان په پرتله یې مُرال ځواکمن برېښي.
د افغان لوبډلې له بریا سره د سرفراز احمد لوېدل
که افغان لوبډله له پاکستان څخه سبانۍ لوبه وګټي، سرفراز احمد هم له لوبډلمشرۍ غورځېږي او ښایي له نړیوال جام وروسته د لوبډلمشرۍ معاش په جېب کې وانه چوي.
وېب پاڼه وایي افغان لوبډله د پیاوړي آس په څېر خپل دوهم نړیوال جام کې د لوبېدو لپاره زین ولاړه ده او کولای شي درانده بارونه په اسانۍ ولېږدوي.
وېب پاڼه زیاتوي دې لوبډلې په خپل بې ساري پرمختګ سره په نړۍ کې زیاتره کرکټ مینوال حېران کړي.
ګلبدین نایب، اصغر افغان، رحمت شاه زرمتی، شهزاد محمدي، راشدخان او نجیب الله ځدران د افغان لوبډلې خورا ښه لوبغاړي دي.
حشمت الله شهیدي او حضرت الله ځاځی دوه نورې څېرې دي، چې په چلېدلو سره یې افغان لوبډله لا پیاوړې کېدای شي.
د افغان او پاکستانۍ لوبډلو لوبه او د نشرولو وسیله یې
دا لوبه د انګلستان په برېسټول سیمه کې په کاونټي کرکټ لوبغالي ترسره کېږي، لوبه په سټار نېټ ورک
نړیوال چېنل خپرېږي.
هاټ سټار په نامه چېنل یې بیا په انلاین بڼه د آپ له لارې هم خپروي.
په دغه لوبغالي لومړۍ پاڼۍ کې اوسط منډې ۲۴۴ دي او دوهمه پاڼۍ کې پرې په اوسط ډول ۲۱۶ منډې جوړې شوي دي.
نو لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه پرې بریالۍ ده او افغان لوبډلې د لوبې د پچې ګټل خورا مهم دي او د پچې په ګټلو سره باید لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړي.
په دې لوبغالي زیاتې منډې انګلستان کړي، انګلستان ویسټ انډیز ته ۳۶۹ منډې هدف ورکړی و.
تر ټولو کمې منډې پرې زِمبابوې کړي او انګلستان ته یې ۹۲ منډې هدف ورکړی و.
د افغانستان نوملړ
ګلبدین نایب، حمیدحسن، اصغر افغان، محمد نبي، حضرت الله ځاځی، نورعلي ځدران، رحمت شاه، سمیع الله شینواري، محمدشهزاد، افتاب عالم، دولت ځدران، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدران، راشدخان او مجیب الرحمن.
د افغانستان لپاره کلیدي لوبغاړي محمد شهزاد، ګلبدین نایب او راشدخان دي.
د پاکستان نوملړ
سرفراز احمد، شعیب ملک، بابراعظم، محمدحفیظ، فخرزمان، وهاب ریاض، محمدعامر، حارث سهیل، امام الحق، اصف علي، عماد وسیم، شاداب خان، حسن علي، شاهین افریدي او محمد حَسنېن.
د پاکستان لپاره کلیدي لوبغاړي امام الحق، بابراعظم او وهاب ریاض دي.