
راپور: صابر حمیدي
د آسیايي هیوادونو ترمنځ په جوجېتسو سیالیو کي افغانستان د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.
د افغانستان د جوجېتسو ملي لوبډلي لوبغاړي حسین بخش صفري په یادو سیالیو کي ښې لوبي ترسره کړې، چي له امله یې دوه مډالونه یو د سرو زور او بل بیا د برنزو مډال وګټی.
د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست د خبرپاڼي په حواله، په دې سالیو کي د حسین بخش صفري ترڅنګ وحیدالله نثاري دوه د برنزو او علي صابري او نصیر احمد بیا یو ـ یو د برنزو مډالونه خپل کړل.
د دوی په خبره، چي له افغانستان د جوجېستو په دې ټورنمنټ کي ۷ لوبغاړو، یوه روزنکي او یوه پلاوي ګډون کړی وو.
د آسیايي هیوادونو ترمنځ د جوجېتسو دا سیالۍ د رواني جولای میاشتي له ۱۴مي تر ۱۹مي نېټې پوري د منګولیا په اولانباتور ښار کي ترسره سوې.
په دې سیالیو کي د افغانستان په ګډون ۲۳ آسیايي هیوادونو ګډون کړی وو.
ددې لوبو درېم پړاو په ۲۰۱۷م کال کي د ازبکستان په عشق اباد کي ترسره سوی وو. چي افغانستان پکښي ګډون درلود، خو هیڅ مډال ئې نه وو ګټلی.