اتمر، ویلسن ته؛ افغان حکومت سولې ته ژمن دی

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په کابل کې د امریکا د سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره کتلي دي.
دا خبرې پرون د ویډیو کنفرانس له لارې شوي دي.
ددې خبرو پرمهال ښاغلي حنیف اتمر ویلي، افغان حکومت سولې ته ژمن دی خو هغه سوله چې لاس ته راوړنې وساتي او د دایمي ثبات سبب شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لوریو ټینګار وکړ چې د افغان سولې لپاره به د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پر پراختیا او پیاوړتیا کار کوي.
په دې ناسته کې محمد حنیف اتمر ټنیګار کړی چې دایمي سوله هغه وخت راتلی شي چې مالکیت او مشري یې د افغانستان له قانوني حکومت سره وي.
دا لیدنه داسې مهال شوې چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو د دویم پړاو له پیلېدو نږدې یوه اونۍ تېره شوې خو، کوم مهم پرمختګ په کې نه لیدل کېږي.
له دې سره سم د افغانستان په ډېری ولایتونو کې جګړې او هدفي وژنې هم زیاتې شوي چې هره ورځ د ګن شمېر کسانو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.
خو بل لورته عام خلک وایي، چې نور له جګړو او هدفي وژنو ستړې شوې او له افغان حکومت او طالبانو غوښتنه کوي چې د قطر په خبرو کې دې لومړیتوب اوربند ته ورکړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي