د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، په تېر یو کال کې افغانستان کې هیڅ امریکایي سرتېری نه دی وژل شوی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په خپله ټویټرپاڼه له یوه عکس سره چې کابل ته یې د سفر پر مهال اخیستی و لیکلي، افغانستان کې په تېر یو کال کې هیڅ کوم امریکایي سرتېری نه دی وژل شوی.
هغه د مذاکراتو په اړه وایي، افغان حکومت او طالبان وروسته د دوحې له تړون په مذاکراتو بوخت دي ترڅو یوې هوکړې ته ورسېږي او په وینا یې داسې یو لوی پرمختګ هیڅ د باور کولو نه دی.
په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې له مخې طالبانو پر امریکايي ځواکونو بریدونه ودرول، خو له افغان پوځ سره یې په ډېرو ولایتونو کې اوس هم نښتې دوام لري.
امریکا له طالبانو سره د تېر کال په فبرورۍ میاشت کې د سولې تړون لاسلیک کړ چې له هغه وروسته وسلهوالو طالبانو پر امریکایي ځواکونو هیڅ کوم برید نه دی کړی، او د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۹ کال کې ۲۰ امریکایي سرتېري وژل شوي وو په داسې حال کې چې له طالبانو سره تر هوکړې وروسته یې هیڅ کوم سرتېري ژوند نه دی بایللی.
دغه راز د تېرې سنبلې میاشتې پر ۲۲مه نېټه په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات پیل شول چې وروسته تر دریو میاشتو د دواړو لورو ترمنځ یوازې پر تګلاره توافق وشو او له هغه وروسته دغه دواړې ډلې د ۲۰ ورځو لپاره په رخصت لاړې.
ټاکل شوې د بینالافغاني مذاکراتو دویم پړاو د جنوري په پنځمه نېټه یعنې دوه ورځې وروسته پیل شي.
که څه هم د افغانستان حکومت په دویم پړاو مذاکراتو کې پر اوربند ټینګار کوي خو طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.