لیکنه: عبدالله عادل
د افغانستان کورني کرکټ د چېلنج کپ په نوم لومړۍ درجه ولایتي سېالۍ تر نیمه پایلوبو رسېدلي چي لومړۍ او دوهمه نیمه پایلوبي به یې راتلونکې چهارشنبه په خوست او جلال اباد کي ترسره سي چي ګټونکي لوبډلي به د یو بل په وړاندي پایلوبه ترسره کړي.
پرون د یادو سېالیو په لړ کي د پکتیا لوبډلي کندهار ته ماته ورکړه چي دا تر دوو پرلپسې بریاوو وروسته د کندهار لومړۍ ماته وه.
د پرون لوبي ټاس د پکتیا لوبډلي وګټی او کندهار ته یې د توپ وهني بلنه ورکړه چي د کندهار لوبډلي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۹.۵ اورونو کي ۲۰۷ منډي جوړي کړې او مقابلي لوبډلي پکتیا ته یې د ۲۰۸ منډو هدف وټاکه.
د کندهار لپاره په توپ وهنه کي منیراحمد تر ټولو ښه وځلېد چي ۱۲۳ ناسوځېدلي منډي یې جوړي کړې .
د پکتیا لپاره په توپ اچونه کي عزت الله ځاځي او داود احمدزي ښه توپ اچونه وکړه چي دواړو ۲/۲ ویکټي ترلاسه کړې.
د پکتیا لوبډلي ټاکل سوی هدف په ۲۹م اور کي د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او کندهار لوبډلي ته یې په شپږ ویکټو ماته ورکړه.
د پکتیا لپاره په توپ وهنه کي داود احمدزي ۷۹ چټکي منډي جوړي کړې او ورسره نورو لوبغاړو هم ښه توپ وهنه وکړه چي له ډلي یې یوسف شاه ۴۵ ، اکمل اوریا ۳۹ او لوبډلمشر غمي ځدران ۲۴ ناسوځېدلي منډي جوړي کړې.
د کندهار لپاره په توپ اچونه کي احمدخان ، وقارالله ، احمدالله او منیراحمد یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د لوبي غوره لوبغاړی د پکتیا څخه داود احمدزی وټاکل سو چي په ۶۶ توپونو یې د څلور شپږیزو او اوو څلوریزو په مټ ۷۹ منډي جوړي کړي وې او د توپ اچوني په برخه کي یې دوې ویکټي ترلاسه کړي وې.