افغان کابینې پریکړه: ولایتونو ته د کرونا ضد پر لیږل شویو پيسو بیا کتنه کیږي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

راپور: بشر درویش
د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ پرون له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې د ټولو والیانو په ګډون په ارګ کې ترسره شوه.
ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر غني، د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکي وګړو پر وړاندې د طالبانو له لوري وروستي تروریستي بریدونه او د تاوتریخوالي دوام سخت وغانده او هغه یې سولې ته د ژمنتیا روحیې خلاف وباله او همداراز یې د هیواد په وروستیو انکشافانو رڼا واچوله.
نوموړي د بهرنیو اسعارو پر ځای د افغانیوعامولو په برخه کې د ننګرهار والي فعالیتونه وستایل، والیان یې موظف کړل چې پخپلو اړوندو ولایتونو کې دې کار ته پام وکړي.
ارګ ویلي؛ ښاغلي غني د پروژو په تطبیق کې د لا زیات تحرک او خلکو ته د خدمت کولو بهیر چټکتیا، ولسوالیو او کلیو ته د لومړیتوب ورکولو په اړه خبرې وکړې، وزارتونه او دولتي ادارې یې موظف کړې ترڅو د انکشافي پروژو د بودجې په لګښت کې خپله وړتیا مشخصه کړي او راپور یې د کابینې غونډې ته د وړاندې کولو په موخه مالیې وزارت ته واستوي.

د بریدونو غندل

ارګ ویلي؛ د جمهوري ریاست لومړي مرستیال د کابینې غړو ته په اجنډا کې د یادو شویو موضوعاتو د معرفي کولو ترڅنګ، د هیواد پر امنیتي او دفاعي ځواکونو د دښمن له لوري بریدونه وغندل او د هیواد د دفاع په لاره کې یې د دفاعي او امنیتي ځواکونو مېړانه وستایله.
ویل شوي؛ د جمهوررئیس دویم مرستیال د ټولییزو رسنیو په قانون کې د احتمالي تعدیلاتو وړاندیز په اړه چې د رسنیو ټولنې د اندېښنې لامل شوی و، معلومات وړاندې کړل. کابینې پرېکړه وکړه چې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت دې یاده وړاندیز شوې طرحه بېرته له پارلمان څخه وګرځوي ترڅو د جمهوررئیس د دویم مرستیال تر نظر لاندې د هیواد د رسنیو ټولنې سره په مشوره لا زیات دقت پرې وشي.

د روغتیا وزیر راپور

د عامې روغتیا وزارت نوماند او سرپرست په څلورو برخو؛ تشخیص او وقایه، جدي مراقبت، د وضعیت تحلیل او راتلونکي ګامونه کې په هیواد کې د کرونا وضعیت څرنګوالي لنډ راپور او همداراز د ولایتونو اړتیا وړ اکسیجن سروې او د اکسیجن د پېرلو لپاره د مارکېټ ارزونه غونډې ته وړاندې کړه.
خبرپاڼه کې ویل شوي؛ د عامې روغتیا وزارت نوماند او سرپرست په څلورو برخو؛ تشخیص او وقایه، جدي مراقبت، د وضعیت تحلیل او راتلونکي ګامونه، په هیواد کې د کرونا وضعیت څرنګوالي لنډ راپور او همداراز د ولایتونو اړتیا وړ اکسیجن سروې او د اکسیجن د پېرلو لپاره د مارکېټ ارزونه غونډې ته وړاندې کړه.

لګښتونه دې شفاف وي

جمهوررئیس عامې روغتیا وزارت ته لارښوونه وکړه ترڅو کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې خپل ټول لګښتونه په شفاف ډول ملت سره شریک کړي.
کابینې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د روغتیایي کارکوونکو، روغتیایي پرسونل او د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د ستاینې ترڅنګ، هغه وزارت موظف کړ چې د اخته شویو، ښو شویو او د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو رسمي او غیر رسمي ارقام او د دې ویروس د اغېز څرنګوالي پر اساس اړوندو بین المللي بنسټونو سره ګډ علمي تحلیل او د هیوادوالو د مقاومت او دفاعي سیستم کچه د راتلونکې اونۍ تر شنبې ورځې د حکومت رهبرۍ غونډې ته وړاندې کړي او پایله یې د کابینې غونډې سره شریکه کړي.
ویل شوي؛ همداراز عامې روغتیا وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د اکسیجن تولید لپاره د پانګونې څرنګوالي پر اساس هر اړخیزه طرحه ترتیب او د حکومت رهبرۍ غونډې ته وړاندې کړي.

د لګښتونو راپور

وروسته د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره مرکز او ولایتونو ته د ځانګړې شوې بودجې د مصرف راپور غونډې ته وړاندې کړ.
ارګ ویلي؛ کابینې تر هر اړخیزو بحثونو وروسته عامې روغتیا وزارت موظف کړ چې یاد راپور د کابینې د غړو د نظریاتو مطابق، د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال تر نظر لاندې د چارو ادارې عمومي ریاست په ګډون د اړوندو ادارو په ګډه کمېټه کې وړاندې کړي او په راپور کې د WHO، UNICEF او WFP د وړاندې شویو ارقامو تفصیل او د پوهاوي په موخه ولایتونو ته د لېږل شویو پیسو په تفصیل بیاکتنه وکړي او د حکومت رهبرۍ غونډې ته یې وړاندې کړي.

د دولتي شرکتونو نمونوي اساسنامه

د عدلیې وزارت معین د دولتي شرکتونو نمونوي اساسنامه چې د ټولو دولتي شرکتونو د اساسنامې د تدوین په موخه د معیاري سند په توګه تدوین کېږي او د قوانینو کمېټې د تائید وړ ګرځېدلې ده، غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې په پرنسیب کې تائید کړه.
ارګ ویلي؛ نوموړي د ساختماني تخلفاتو د مخنیوي مقررې طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې تصویب نشوه، د افغانستان اسلامي جمهویت کابینې عدلیې وزارت موظف کړ چې د کابینې غړو د اصلاحي نظریاتو پر اساس پرې بیاکتنه وکړي او د کابینې راتلونکې غونډې ته یې وړاندې کړي.
ویل شوي؛ د غونډې په پای کې، د والیانو په استازیتوب د تخار والي د ویډیو کنفرانس له لارې کرونا ویروس سره د مبارزې د وضعیت، خلکو ته د معلوماتو وړاندې کولو په برخه کې د ولایتي ادارو د ویاندویانو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کېدو او د مالي منابعو د ضایع کېدو او د عدلي او قضایي بنسټونو د تصمیمونو د بې پایلې پاتې کېدو مخنیوي په موخه د مالي او هغو منازعاتو حل او فصل چې د ټولنې د نظم لامل ګرځي، د هیواد د نافذه قوانینو او عرفي اجراآتو ترمنځ د اړیکو تامین په اړه خبرې وکړې، په هره برخه کې یې خپل وړاندیزونه غونډې ته وړاندې کړل چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې د وړاندیزونو د تطبیقي حللارو د پلټلو په موخه، اړوندو بنسټونو ته مشخصې دندې وسپارلې.