راپور: بشر درویش
د جمهوررئیس غني په مشرۍ د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا غونډه جوړه شوه
دا ناسته پرون سه شنبه ترسره شوې ده.
ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوه، په پیل کې د چین د مرستې، نیله باغ پروژې د ۱۴۰۰ اپارتمانونو د لومړي فاز تړون چې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست او د چین هیواد MCC19 کمپنۍ مسوولینو په داسې حال کې چې په کابل کې د دغه هیواد سفیر هم حضور درلود لاسلیک شو، یادونه وشوه.
ښاغلي غني د چین د مرستې او همکارۍ قدرداني وکړه او د افغانستان خلکو ته یې د یادې پروژې د تړون د لاسلیک مبارکي وویله.
د تخنیکي او حقوقي ستونزو راپور
سرچینه وايي، د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د پنځم مکروریانو د لومړي فاز د تخنیکي او حقوقي ستونزو راپور له مشخصو وړاندیزونو او میکانیزم سره غونډې ته وړاندې کړ.
هغه زیاته کړه:
«د ځمکې تصفیه، توپوګرافي سروې، د اصلاحي پلان ترتیب، په پروژه کې دخیل شرکت څخه د واضح تعهد اخیستل او تفاهم هغه اقدامات دی چې یاد وزارت د پروژې کاري بهیر د چټکتیا په موخه کړي.»
هغه وړاندیز وکړ چې د شرکت ژمنو او د پروژې څو کلنې بلاتکلیفۍ ته په کتو دې کار پیل شي.
د غني پریکړه
سرچینه وايي، جمهوررئیس د غونډې د نظریاتو له اورېدو وروسته پریکړه وکړه چې پانګه اچونکی شرکت دې د پروژې د پیل او پای واضح تطبیقي او عملیاتي پلان ترتیب کړي او د ښارجوړولو او ځمکو وزارت موظف شو چې یاده پروژه وڅاري او هرو شپږو میاشتو کې دې یو ځل د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا ته، د هغې د کاري پرمختګ راپور وړاندې کړي.
ښاغلي غني کابل ښاروال او په حقوقي چارو کې د عالي مقام ستر سلاکار ته دنده وسپارله چې عدلیې وزارت سره په همغږۍ د اپارتمانونو او استوګنې کورونو د حقوقي دریځ د ایجاد په موخه مقرره ترتیب او د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
د کرکټ بین المللي سټډیوم جوړول
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي؛ د کابل ښاروال د کرکټ بین المللي سټډیوم جوړولو لپاره د ځمکې ټاکلو موضوع غونډې ته وړاندې کړه وې ویل، د یاد سټډیوم جوړولو ساحه په پام کې نیول شوې ده.
ولسمشر غني ښارجوړولو او ځمکو وزارت او کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارله چې په راتلونکو دوه اوونیو کې دې له تخنیکي او اجتماعي پلوه مناسبه ځمکه انتخاب او پلان دې د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا ته وړاندې کړي.
همدا راز غونډې پرېکړه وکړه چې د کرکټ بین المللي سټډیوم جوړولو په اړه دې د افغانستان کرکټ بورډ واضح اقتصادي تحلیل وکړي.
د اوبو پروژې د مطالعاتي ټیم د استخدام طرحه
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس د اوبو پروژې د مطالعاتي ټیم د استخدام طرحه غونډې ته وړاندې کړه.
نوموړي وویل:
«د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره په افغانستان کې د اوبو بندونو د ډیزاین او مطالعې په موخه د اوبو پروژو د مطالعاتي ټیم د ایجاد طرحه ترتیب کړې چې د هغې مطابق به متخصص ټیم د هیواد د هایدرولیکي ساختمان او بندونو د طرحو او ارزونې په موخه په دوو کلونو کې استخدام شي.»
هغه د یادې طرحې د منظورۍ وړاندیز هم وکړ.
ولسمشر غني د غونډې د ګډنوالو د نظریاتو له اورېدو وروسته د متخصصینو د استخدام په خاطر د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې وړاندیز شوې طرحه تایید کړه او وې ویل، د کوچنیو او سترو بندونو واضح تحلیل دې د هغو د ګټو او ګواښونو په پام کې نیولو سره ترتیب کړي.
سرچینې ویلي چې جمهوررئیس عدلیې وزارت موظف کړ چې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې درې وړاندیز شوې مقررې په خپل کاري لومړیتوب کې راولي.