له روژې وروسته باید د خوړو تعادل وساتل شي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: نسیمه محمدي
له روژې وروسته د خوړو تعادل او تنوع ډېره مهمه موضوع ده، چې د روژه دارانو له لوري باید په بېلابېلو وختونو کې په پام کې ونیول شي.
عصمت عباسي د خوړو کارپوه وايي: له روژې وروسته سمه تغذیه زیات ارزښت لري، چې ځیني وګړي په دې برخه کې بې پامي او غفلت کوي.
نوموړي زیاته کړه: دا په داسې حال کې ده، چې له دې میاشتې وروسته، ځینې کسان خوړو ته په نه پاملرنې سره، غېر متعارفو خوړو ته مخه کوي، چې په طبیعي توګه د وخت په تېرېدو دوی ته ناوړه پایلې لرلای شي.
د خوړو دې کاروپوه وړاندې وویل: د څاښتي خوړل د وزن او د اشتها په کموالي کې مهم رول لري، زیاتره وګړي د درې وخته ډوډۍ پر وخت په زیاته اندازه خواړه خوري او دا حالت د نورو فکټورونو په ملتیا د چاغښت لامل ګرځي.
د نوموړي په وینا د خوړو د چارو کارپوهان تل د خوړنیز هرم څخه په پیروۍ ډېر ټینګار کوي او خواړه دې په ټاکلي وخت کې مصرف شي، چې سهارنۍ ځانګړی ارزښت لري.
پر دې اساس، بشپړه سهارنۍ باید وچه ډوډۍ او غلې، شیدې، لبنیات او تازه مېوې لرونکې وي او د خوړو د وختونو ترمنځ له تازه مېوو څخه استفاده وشي، چې دا چاره د بدن د میتابولیزم سره خورا ډېره مرسته کوي.
بل ټکی چې باید پام ورته وکړو، دا دې چې له سره/ کباب شویو خوړو ډډه وشي، ځکه دا خواړه اضافي کالوري بدن ته زرق کوي.
د دې کارپوه په وینا، خوړو سره د سپینې غوښې، سبو، تازه مېوو او سالاد مصرف د چاغوالي او په مزمنه ناروغیو لکه سرطان د اخته کېدو څخه مخنیوی کوي او مهم دا چې څاښت خواړه د اشتها او وینې د ګلوکوز په کنټرول کې مهم رول لري.
download (2).jpg
وېټامین A د بدن دفاعي سیسټم په پیاوړتیا کې مهم دی. نو د وېټامین A تر لاسه کولو لپاره باید(سابه، ترکاري، نارنجي او زېړ رنګه مېوې لکه، ګاذره، کدو،کیله، د مرکباتو ډولونه او حیواني سرچسنې لکه د هګۍ ژېړ، شیدې او لبنیات) وکارول شي.
download (3).jpg
عباسي زیاته کړه: سپارښتنه کېږي، د وېټامین D لرونکي خواړه(غوړ کبان، لبنیات او د هګۍ ژېړ) د بدن د دفاعي سیستم لوړولو لپاره باید مصرف شي.
download (4).jpg
همدارنګه د آنتي اوکسیدان او د دفاعي سیستم سره د مرستې په توګه د وېټامین E د تامین لپاره د مایع غوړیو لکه کانولا، لمر/ آفتاب پرست او جوار له غوړو د(سبو، پالکو، کرم، سویا او کچالو) په پخولو کې ګټه واخلو.
download (5).jpg
وېټامین C هم باید په درې وخته خوړو شاون ولري، د وېټامین ترلاسه کولو لپاره، مېوه او سابه لکه کرم، بادنجان رومي، مۍ، تروش/ خواږه لیمو، مالټه، نارنج او کیوي، توصیه کېږي.
download (1).jpg
سربېره پردې د خوړو د دې کارپوه په وینا د وېټامین B مصرف د بدن د پیاوړتیا او سلامتیا لپاره مهم دي. د سبو بېلابېل ډولونه، مېوې، غلې دانې، شیدې، لبنیات، د غوړیو ډولونه، د هګۍ ژېړ، سبوس لرونکې غلې، حبوبات لکه نخود، د لوبیا ډولونه، عدس/ نسک، باقُلي، مۍ، وچه مېوه( پسته، بادام او فندق) د دې وېټامین غوره سرچینې دي.
سرچینه: ایرنا