افغانستان په ۲۰ اوریزه سیریز کې هند ته ماتې وخوړه

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د افغانستان او هندوستان د معلولینو کرکټ ملي لوبدلو ترمنځ د هندوستان په ممبيي ښآر کې د درې ۲۰ اوریزه سیالیو سیریز د کوربه هندۍ لوبډلې په بریا سره پای ته ورسید.
د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۲۰ اوریزه سیالیو د سیریز په لمړۍ لوبه کې که څه هم کوربه هندوستان بریا خپله کړې وه؛ دویمه سیالۍ کې افغان لوبډلې کوربه هندوستان ته په خپل کور کې ماتې ورکړه، خو په وروستۍ سیالۍ کې هندوستان د بریا په خپلولو سره د سیریز ګټه هم وکړه.
په دې وروستۍ مهمه ۲۰ اوریزه لوبه کې افغان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې خپلې سیالې هندۍ لوبډلې ته د ۱۹۶ منډو هدف وټاکلو، چې په ځواب کې یې هندۍ معلوله کرکټ لوبډله د لوبې ۱۹ م اور کې بریا ته ورسیده.
د ۲۰ اوریزه سیالیو دې سیریز وروسته به د دواړو کرکټ لوبډلو ترمنځ دوه ۵۰ اوریزه سیالۍ هم ترسره شي، چې د روانې ډیسمبر میاشتې په ۱۵ نېټه د شنبې او په وروستۍ دویمې ۵۰ اوریزه سیالۍ به د دوشنبې په ورځ دغه لړۍ پای ته ورسیږي.
دا لمړی ځل نه دی، چې د افغانستان کرکټ بورډ د معلولینو لوبډله د هندوستان خلاف د کرکټ سیالۍ ترسره کوي؛ بلکې له دې وړاندې یې هم د همدغه لوبډلې خلاف په یو درې اړخیز سیریز کې ګډون کړی و.