خپل زوی ته د یوه سپین ږيري پلار څو نصیحتونه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: عطا محمد میاخېل
ـــ د دې نړۍ په هېڅ ځای کې، هېڅ لاس ته په تمه مه اوسه او خپلې اوښکې په خپلو لاسونو پاکې کړه. ( ټول تېرېدونکي دي )
ـــ ژبه هډوکی نه لري، خو دومره ځواکمنه ده، چې کولای شي، په ډېرې آسانۍ زړه مات کړي. ( خپلو خبرو ته پام کوه )
ـــ هغو کسانو ته هېڅ پام مه کوه، کوم چې تا پسې غږېږي، د هغوی ځای په هغه ځای کې دی یانې ستا تر شاه. ( ګذشت ولره )
ـــ کله وخت الله (ج) ستا د ساتنې له پاره، له تا څخه کوم څوک او یا کوم څه اخلي، نو په بېرته را ګرځېدو باندې یې ټینګار مه کوه، چې پښېمانه به شې  ( الله (ج) شتون لري، نو حکمت یې ومنه )
ـــ زما عمر اتیا کلونو ته رسېدلی دی، خو د اته دقیقو په څېر تېر شو او کېدای شي پای ته ورسېږي. ( په دې کمو دقیقو کې څوک له ځانه مه خوابدی کوه )
ـــ نه سپین والی د ښکلا ښکاروندویي کوي او نه هم تور والی د بدرنګۍ نښه ده. کفن سپین دی، خو وېرونکی او کعبه توره ده، خو مینه او خوښونکې.
ـــ انسان په اخلاقو دی، نه په ظاهر.
ـــ که چېرې لوړ غږ د نارینتوب ښکارندویي کولای، نو سپی به د ټولو نرانو مشر و.
ـــ که چېرې بربنډتوب د ښځې اوسېدلو او ښکلا ښکارندویي کولای، نو بیزوګان به تر ټولو ښکلي وو.
ـــ مخکې تر دې، چې سر دې پورته کړې او د هغو شیانو په اړه د الله (ج) په حضور کې شکایت وکړې، کوم چې نه یې لرې، نو سترګې دې ټیټې کړه او په خپلو شته څیزونو باندې شکر وباسه.
ـــ انسان نه سترېږې، خو یوازې د فکر په وسیله.