په تش نس د ادرک مشروب څښل د ډیرو ناروغيو دوا بلل شوې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: پلوشه فضلي
ادرک په زیاته پیمانه کارېدونکی بوټی دی. ویل کیږي په وږي نس د ادرک استعمال د هاضمې نظام ښه کوي. د زړه له ناروغۍ څخه نیولې بیا تر معمولي زوکام پوري د ډيرو ناروغیو دوا بلل سوې ده. ادرک د ویني د شریانونو له پاره هم ګټور دی. ځکه په وینه کښي د کلسترول سطحه راټیټوي او په وږي نس د ادرک استعمال ډېر ګټور تمامېږي.
په وږي نس د یاد مشروب جوړولو طریقه (لارښوونه)
د ضرورت وړ مواد: دوه ټوټې ادرک، دوه د چای خورۍ کاچوغي د لېمو اوبه، دوه ګیلاسه خالصي اوبه، عسل یعنې شات.
د جوړولو طریقه: ادرک تر تراش وباسئ چي اوبه وکړي، د پنځو دقیقو له پاره یې په دوه ګیلاسه اوبو کښي وایشوئ چي یخي سي، وروسته لېمو او عسل ور اضافه کړئ. دا مشروب د نورو ډېرو ګټو ترڅنګ په وزن کمولو کښي ستاسي سره مرسته کوي.
یادونه: دا مطلب د عادي او روغو کسانو له پاره دی، خو مریضان دې په دې اړه د خپل ډاکټر سره سلا مشوره وکړي.