ژباړه: نسیمه محمدي
هره سیمه د اختر ورځو لپاره ځانګړي خواړه او رواجونه لري، او د اختر په ورځو کې د دوستانو او خپلوانو سره یې یو ځای چمتو کوي.
همدارنګه کوچنی اختر «د روژې ماتولو جشن» او «د خوږو اختر» په نامه سره هم یادېږي، په داسې حال کې چې لوی اختر «د مالګې اختر» په اختر مشهور دی.
د «خوږو اختر»/ د فطر اختر په نمانځلو کې، له نامه سره یې هماهنګ مسلمانان بېلابېل خواړه او شریني چمتو کوي.
مسلمانان د یوې میاشتې روژې وروسته، د دود سره سم د اختر په سهار ښکلی دسترخوان تیاروي.
سیمهييزو دودونو او فرهنګ مطابق، هر هېواد، د بېلابېلو خوړو او خوږو رواجونه لري.
دلته هم د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو معمول خواړه، چې په کوچني اختر کې دود دي، راټول کړي دي.
بُبِر
بُبِر د جنوبي افریقا له لرغونو څښاکونو څخه دي، چې له شیدو او خرما څخه چمتو کېږي.
پر اختر سربېره د جنوبي افریقا مسلمانان دا څښاک د دود سره سم د روژې په پنځلسمه د روژې میاشتې نیمې ته رسېدو څخه د یادونې لپاره چمتو کوي.
په ترینیداد او توباګو کې هم ورته څښاک د «سواین/ سوئین» په نامه څښي.
قرایبه
قرایبه د منځني ختیځ سیمې یو ډول بېسکویټ دي، چې د اختر پر دسترخوان لیدل کېږي.
ناهید الفار، د پخلي کتاب مؤلفه په خپل انستاګرام اکاونټ لیکي، چې «دا تازه او د کوچو جوړه شریني په حیرانوونکی توګه په خوله کې اوبه/ حل کېږي.»
هغه وايي: “د زیاترو لپاره، دا یو ساده او د روژې لپاره مناسب، د سر/ سپک خواړه دي.”
عسلي سوهان
دا یو ډول ایراني شریني ده، چې د عسل، بورې، زعفران او د بادامو له مخلوط چمتو کېږي..
دا شریني د اختر او نوي کال په مېلو کې چمتو کېږي.
معمول
معمول عربي بیسکويټ دی، چې د خرما او آجیل (پسته، بادام او غوزانو) څخه جوړېږي.
معمول په ګرد یا هوار نازک ډول جوړ او د عربي قهوې سره خوړل کېږي.
تاجین
تاجین د غوايي/ چرګ غوښې ته ورته ده، چې د سبو او ډول ډول سس سره په لږ اور پخېږي او د مغرب هېواد یو ډول دودیز خواړه دي.
کامبابور
کامبابور د سوماليا هېواد یو ډول دودیزه ډوډۍ ده، چې پر مخ یې بوره او مستې هوارېږي او د کوچني اختر په ورځ خوړل کېږي.
سرچینه: Independent