ژباړه: محمد عزيز پردېس
ابراهام لېنکلن د يو موچي زوی و. د هغه پلار به د مهمو سياسي څېرو بوټان ګنډل او جوړول. لېنکلن وروسته له کلونو کلونو هڅو څخه په دې وتوانېد چې د امريکا ولسمشر شي.
هغه چې کله د سنا مجلس ته خپله لومړنۍ وينا کوله، نو د مجلس استازي ترې په دې خاطر خفه او ناخوښه و چې دی ولې ولسمشر شوی دی.
د وينا څخه وړاندې د مجلس يو استازي پاڅېد او په ډېرې بې ادبۍ او عصبانيت سره يې وویل:
ابراهامه!
اوس ته د يو چانس او تصادف په توګه ولسمشر شوی، خو دا مه هېروه؛ موږ ټول په دې پوهېږو چې ته يو موچي او بوټ ګنډونکي زوی یې!
ابراهام لېنکلن يوه وړه مُسکا وکړه او خپلې خبرې يې داسې پيل کړې:
زه د ښاغلي استازي څخه ډېر ډېر منندوی يم، چې په داسې ورځ يې ماته خپل پلار راياد کړ.
څه ښه ورځ او څه ښه يادونه! زه مې خپل ژوند او مقام د پلار د زحمتونو احسانمند ګڼم.
درنو استازو! نن دلته اعلان کوم چې زه بنده د خپل پلار په څېر ماهر نه يم.
خو د هغه د چاودېدليو او هنرمندو لاسونو څخه مې څه ناڅه زده کړي دي.
نو که تاسو دې ته لېوالتيا لرله چې خپل بوټان مو رنګ، جوړ او ويې ګنډئ، نو زه په پوره شوق سره دې کار ته چمتو يم!!!
د ولسمشرۍ پر مهال د هغه يو له مهمو اقداماتو څخه د غلامۍ يا برده دارۍ تاريخ ته د پای ټکی ايښودل و.
او په پای کې د هغه يوه مشهوره جمله:
(زموږ د ثروت واقعي معيار دا دی، که پيسې مو ورکې کړو؛ نو څومره ارزښت به ولرو)