عبدالباري نوراني هغه ځوان دئ، چي تراوسه یې ګوګل ژباړن ته زرګونه پښتو جملې اضافه کړي دي.
نوموړي تېره اونۍ یاران ته د مرکې پر مهال وویل چي تراوسه یې ګوګل ژباړن ته له انګلیسي څخه پښتو ته شاوخوا ۷۰،۴۰۰ جملې ژباړلي او لا هم غواړي، چي په ګوګل ژباړن کي پښتو ژباړه قوي او غني کړي.
نن نوراني د کندهار ولایت مقام ته غوښتل سوی وو، او هلته د مراسمو پر مهال وستایل سو.
نوموړي ته د کندهار د والي مرستیال آغالالي دستګیري لخوا ستاینلیک ورکول سو او د همکاریو ډاډ یې ورکړ.
مرستیال والي زیاته کړه، چي زموږ هیواد ښه استعدادونو لري او د دې استعدادونو روزل، ساتل او د وطن په جوړونه کي ورڅخه استفاده کول به مو د سیالانو سیال کړي.
نوراني هم د خپلو خبرو پر مهال د مرستیال والي څخه د مرستو او امکاناتو د برابرولو غوښتنه وکړه.
نوراني له دې وروسته غواړي چي د هیواد د ګوګل نقشې او د ګوګل عکسونو، پښتو ویکیپيډیا، پښتو-عربي او پښتو-اردو ډیکشنرۍ ته کار وکړي او ترڅنګ یې د کندهار یو شمېر زده کوونکي د کمپیوټر هارډویر په برخه کي هم وروزي.
دا په کندهار کي یوازي نوراني نه دئ، چي د خپل احساس له مخي یې وړیا خدمت ته را دانګلي دي، بلکه دده په څېر ډېر ځوانان مدني فعالیت کوي، او له دې لاري په کندهار کي د خلګو لپاره مختلف کارونه په رضاکارانه شکل ترسره کوي.