د وریژو تر دانې هم کوچنی کمپيوټر!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه او راټولونه: مهرتاج
امريکايي ساينس پوهانو د نړۍ د تر ټولو کوچني کمپيوټر د جوړولو دعوه کړې. دا کمپيوټر يوازې ۰.۳ ميلي متره دی او څېړونکي په دې نظر دي چې د سرطان ناروغۍ په درملنه او د سرطان په ناروغۍ د اخته کسانو پر حالت نظر ساتلو کې به ترې ګټه واخيستل شي.
د ميشيګن پوهنتون څېړونکو دا کوچنی کمپيوټر د سرطان ناروغۍ له درملنې سربېره د خامو تېلو د ذخايرو د څار، د سترګې د پردې/ ګل د تشخيص او ډېرو نورو مقاصدو له پاره جوړ کړی.
دا کمپيوټر دومره کوچنی دی چې که د وريژو دانې ورسره څنګ په څنګ کېښودل شي، هغه هم ترې غټې ښکاري، لکه په پورته تصوير کې چې ليدل کيږي.
په دې کمپيوټر کې رېم ، پروسيسر، وائرليس ټرانسميټرونه (بې سيمه لېږدوونکي) او ريسيورز (ترلاسه کوونکي) لګېدلي دي. دا چې دا کمپيوټر ډېر کوچنی دی، له همدې امله په کې راډيو انټن نصبول ممکن نه دي.
دا کمپيوټر کې د ډيټا( معلوماتو) د ترلاسه کولو او لېږدولو له پاره له رڼا څخه کار اخلي. اصلاً د دې کمپيوټر يو بېس سټېشن د انرژۍ او پروګرامنګ له پاره د رڼا د استعمالېدو په چاره کې مرسته کوي.
څېړونکي وايي، د دوی له پاره ګرانه ده چې ووايي دا کوچنی ماشین کمپيوټر دی که نه دی خو هغه پرزې په کې لږې ډېرې موجودې دي چې د يوه کمپيوټر له پاره ضروري وي. د دوی په وينا” موږ اصلاً یو داسې سرکټ جوړول غواړو چې په ډېرې کمې انرژۍ وچليږي او ورسره رڼا هم برداشت کړای شي.“
اوس ساینس پوهان په دې هڅه کې دي چې دا ماشين د نورو اهدافو له پاره هم د استعمالېدو قابل کړي.