داسې وکړئ چې له ۴۰ کلنۍ وروسته هم ځوان پاتې شئ

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: مریم محمدي
د ځوانۍ دوره د هر انسان د ژوند تر ټولو مهمه دوره ده، نو هر څوک غواړي چې تل همداسې ځوان، تازه، سالم او قوي پاتې شي، مګر دا کار دومره ستونزمن نه دی څومره چې تاسو په اړه اندیښنه لرئ.
سالمه تغذیه او روغیتا ته پاملرنه هغه څه دي، چې په مرسته یې کولای شئ د ډیر عمر لپاره ځوان او تازه پاتې شئ.
په دې متن کې څو مهم ټکي درسره شریکوو چې په عملي کولو سره یې کولای شئ له ۴۰ کلنۍ وروسته هم ځوان پاتې شئ:
۱- ویټامین B12
ویټامینB12 په طبیعي توګه کولای شئ له حیواني محصولاتو ترلاسه کړئ.
دا مواد د مغز، وینې او عصبي سیستم لپاره ضروري دي. د ویټامین B12 کموالی په بدن کې دا ستونزې رامنځ ته کوي:
– عمومي کمزوري
– بې اشتهایي
– د وزن کموالی
– کم خوني
۲- کلسیم
کلسیم یوه مهمه معدني ماده ده چې په شېدو پنیر او نورو لبني مواد کې پیدا کیږي.
کلسیم یو له هغه موادو څخه دي، چې د هډوکو د روغتیا سربیره د وینې په جریان، د اعصابي سیستم په نورمال ساتلو او د اعضلاتو په پیاوړتیا کې هم اغیزه لري. د همدې لپاره د کلسیم کمښت د دې سبب کیږي چې د هډوکو درد او د هډوکو نرمیدو سبب شي.
هډوکي له ۳۰ کلنۍ مخکې کلسیم جذبوي، خو له ۴۰ کلنۍ وروسته بیا دا د جذب مرحله کمزورې کیږي، چې له امله یې د نورو ناروغیو ترڅنګ د هډوکو درد سبب کیږي. په دې اساس د کلسیم مصرف په خوړو کې له ۳۰ کلنې وړاندې مهم رول لري.
۳- ویټامین D
ویټامین Dله لمر، شېدو د چرګې هګۍ کبانو او نورو هغه خوړو نه په ډيرې اسانۍ سره ترلاسه کړئ چې، په خپل جوړښت کې یاد ویټامین ولري.
ویټامین Dپه بدن کې د کلسیم په جذب کې هم ونډه لري. همدا رنګه د ویټامین D
کمښت د شکرې ناروغۍ، د زړه ناروغۍ سره سره د نورو دوامداره ناروغیو لامل کیږي.
دا ویټامین هم له ۴۰ کلنۍ مخکې په پوستکي کې ښه جذبیږي، د وخت په تیریدو سره پوستکی د یاد ويټامین له کمښت سره مخ وي، که چیرې دا ویټامین له لمر نه شئ اخیستی، نو کولای شئ هغه خواړه وخورئ چې په ډیره اندازه ویټامین Dولري.
۴- پتاشیم
پتاشیم یا پتاسیم د عضلاتو د فعالیت او اعصابي سیستم لپاره ضرور دی.
که چیر له ۴۰ کلنې وروسته په پوره اندازه پتاشیم مصرف نه کړئ له دې ستونزو سره مخ کیږئ:
– د عضلاتو درد
– د عضلاتو کمزوري
– د بدن د اوبو کموالی
– د عصلاتو شخ پاتې کیدل
– اسهال
د پتاشیم د ترلاسه کولو لپاره کولای شئ چې له، قهوې، چاکلیت او هغه ترکارۍ نه استفاده وکړئ چې پاڼې لري.
یوه خبره په یاد ولرئ د پتاشیم ډیر مصرف کېدای شي چې د زړه ناروغۍ او د هاضمې د خرابیدو لامل شي، پکار ده چې د دې موادو له مصرف وړاندې له ډاکتر سره مشوره وشي ترڅو درته لاروښونه وکړي چې په کوم عمر کې بدن څومره پتاشیم ته اړتیا لري.
۵- مګنیزیم
مګنیزیم یو له هغو مهمو موادو دی، چې د وینې فشار په منظموالي کې ونډه لري.
همدارنګه دا مواد بدن کې انرژي تولیدوي او د کلسیم د جذب لپاره مهم دي.
تاسو کولای شئ مګنیزیم له پاڼه لرونکو ترکاریو او حبوباتو نه په پریمانه اندازه لاس ته راوړئ.
۶- ورزش
ورزش کول د خوښ پاتې کېدو لپاره تر ټولو ارزانه لار ده. ښايي د سپورت د ګټو په اړه تاسو په وار وار اورېدلي وي. د بدن وزن د کمولو او مناسب اندام درلودلو ترڅنګ نورې ګټې هم لري.
څېړنې ښيي هغه کسان چې ورزش کوي د هغو په پرتله چې ورزش نه کوي په منځنۍ توګه ډېر اوږد او ښه ژوند کوي.
څېړنو په ډاګه کړې؛ په منظمه توګه ورزش کولو سره، مغز ته په پوره توګه اکسیجن او انرژي رسیږي. چې دا د حافظې او د زده کړو په ښه والي کې ډېر اغېزمن دي.
نو که غواړئ چې اوږد خوږ او ښه ژوند ولرئ، ورزش کول مه هېروئ.
منبع: بخش خدمات صحت سایت