څو ګټورې خبرې چې د خپل پرمختګ لپاره یې باید عملي کړئ

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: محمد عزيز پردېس
۱- مخکې له دې چې ساعت يا هم موبايل مو يو ځلې زنګ ووهي، نو بايد ويښ شئ.
حتی که په يوه ځلې زنګ وهلو سره هم له خوبه پاڅېږئ، نو غوره ده چې ساعت مو د يوځلې څخه ډېر زنګ ته عيار کړئ. د بېلګې په ډول، يو زنګ په ساعت او بل په موبايل برابر کړئ او که له خوبه په سختۍ پاڅېږئ، نو غوره ده چې دواړه په دوو بېلابېلو ځايونو کې کېږدئ، څو د زنګ د پرې کولو لپاره پاڅېدو ته اړ شئ.
حتی هغه کسان هم چې ډېر وخته له خوبه باڅېږئ، کله ناکله داسې شوي چې دومره په خوب کې ډوب شوي چې حتی د زنګونو په وهلو هم له خوبه نه دي پاڅېدلي او له پروازه پاتې شوي.
۲- له الکترونيکي وسايلو ګټه پورته کړئ.
په ډېری برېښناليکي برنامو کې داسې جنتريانې شتون لري چې که تاسو يې تنظيم کړئ، نو ستاسو د ليدنو او کارونو وختونه به درياد کړي. معمولاً ګرځنده ټيليفونونه هم د دا ډول برنامو لرونکي دي، چې هر وخت او نېټه ورته ورکړئ، نو درته زنګ وهي او خبروي مو.
۳- تل، هرڅه د اړتيا څخه ډېر له ځان سره ولرئ.
دا به ډېره بده وي چې په يوې مهمې جلسې کې يو قلم درسره وي او هغه هم کار ونکړي. يا هم دا ډېره بده ده چې په يو رسټورانت کې د يوې قهوې يا برګر قيمت چې تل به ۵۰ افغانۍ و، خو اوس يې قيمت ۷۰ افغانۍ ته پورته شوی او تاسو له ځان سره يوازې همغه ۵۰ افغانۍ ولرئ. مطلب دا چې تل له ځان سره په احتياط ډول هرڅه په اضافي ډول ولرئ.
۴- په دې پوه شئ چې ډېرڅه داسې شته چې تاسو يې بايد زده کړئ.
که خپل ذهن مو پرانېستی پرېږدئ، نو ډېر داسې نوي څه به ومومئ چې د هغو په اړه مو مخکې اصلاً هېڅ مالومات نه لرل. حتی که داسې انګېرئ چې د يوې موضوع په اړه چې تمه ده پرې بحث وکړئ، بشپړ مالومات لرئ؛ نو حرفه يي او مسلکي چلند وکړئ. يعنې د پوښتنو او ځوابونو له لارې مخکې لاړ شئ. نظريات او چلندونه پرته له تعصبه واورئ او هرکله چې په يوه مطلب پوه نشوئ، نو له نورو پوښتنه وکړئ.
۵- کله ناکله نورو ته دا اجازه ورکوئ چې ستاسو فکرونه او نظريات پرمخ بوځي.
بريالۍ کسان په دې پوهېږي چې کله ناکله نور خلک د دوی د طرحو او برنامو د عملي کولو لپاره مناسب وي او دومره په خپل نفس اعتبار لري چې ځیني وختونه خپلې آيډيې نورو ته وړاندې کړي.
ښايي ترټولو ښې ایډيې ولرئ، خو دا دې مانا نه ورکوي چې ګواکې تاسو خپله دې د هغو د عملي کولو لپاره غوره واوسئ. دا حقيقت ومنئ چې ځيني وختونه د نورو کسانو وړتياوې ستاسو د فکرونو او ايډيو د عملي کولو لپاره له تاسو څخه پورته وي.
۶- اړينه نه ده چې خپل شخصي عقايد په نورو ومنئ.
پرته له شکه چې هرڅوک د خپل نژاد، جنسيت، مذهب، برخې، سن… په پرتله تعصب لري. د دې لپاره چې وغواړئ خپلې اړيکې پياوړې کړئ، نو اړينه نه ده چې خپل شخصي عقايد په نورو ومنئ.
۷- هېڅکله خپل ځان کم مه ګڼئ.
ځيني کسان شته چې د ځان په کم راوستلو څخه خوند اخلي او د نورو سره د اړيکو د ټینګولو لپاره تل ځان کم راولي. ښايي ستاسو موخه ټوکې کول وي، خو د نورو کسانو د پارولو لپاره هېڅکله دا کار مه کوئ. خپل ځان د وړتياوو څخه ډک وګڼئ.
۸- ځيني وختونه مخالفت هم وکړئ.
د هغه څه په اړه چې پرې باور نه لرئ، بحث وکړئ؛ څو نوي څه پکې ومومئ. دا د دې لپاره ډېر يو ښه تمرين دی چې تاسو سره مرسته وکړي څو د نورو فکري قالب او منطق ستاسو لپاره روښانه شي. په مخالفت سره د نورو د ايډيو او فکرونو څخه درک موندلی شئ. که څه هم په پايله کې ښايي د هغوی سره همغږي شئ.
۹- په بحث کې په ماتې خوړلو سره ګټونکي شئ!
پرته له شکه چې تاسو د ټولو څيزنو په اړه نه پوهېږئ او ښايي په بحث کې تاسو حق ونه اوسئ. خو دا د ماتې به مانا نه ده، بلکې دا يو فرصت دی څو د هغو کسانو څخه چې په دې برخه کې ژوره مطالعه لري، يو څه زده کړئ.
هرکله مو چې په يو بحث کې خپله ماته ومنله او هغه مو د زده کړې لپاره يوه موکه وګڼله، نو ګټونکي یاست؛ ځکه چې په پای کې به د ډېرو مالوماتو په درلودو سره له صحنې څخه راووځئ.
۱۰- يو بل فرصت ورکړئ.
انسانان تېروتنې کوي. له بل اړخ نه بښل ډېر قدرت ته اړتيا لري او د يو چا له ګناه څخه تېرېدل، د لوړ شخصيت نښه ده. کله چې يو چاته بياځلې فرصت ورکوئ، نو هغوی به تاسو ته ډېر ارزښت درکړي او د لا احترام وړ به يې وګرځئ.