د هندوستان او پاکستان هیوادونو د خواجه سراګانو ( هیجړاګانو) په اړه به مو اوریدلې وي، او د هجړا د نوم په اوریدو به د هغوۍ د نڅاګانو او نورو ناوړه کړنو په اړه بیلابیلې کیسې مخ ته درته دریږي.
نن مو د یو داسې، خواجه سرا د ژوند له کیسې خبروم چې په بار،بار قناعت ورکولو يې راته د تصویر اخیستو اجازه هم رانکړه.
دا خواجه سرا خپل نوم فریده یادوي، د لغمان اوسیدونکی دی او اوس په ننګرهار کې اوسیږي.
فریده اوږده ویښتان، غټ غږ، نری چیناري قد او پر مخ ویښتان لري چې، د تار په واسطه يې لیرې کوي.
د فریدې له موره مې اوریدلې وو چې، کونډه ده یو زوۍ، یوه اینګور او یوه لور لري چې فریده نومیږي، یوه ورځ نومړې چې د میرمنو جامې يې پر تن وې موږ کره د اوبو پسې راغله، کوچنۍ خور مې چې د نومړې غږ واورید د هیجړا شک يې پرې وکړ…
دې شک زه دې ته اړ کړم چې د نوموړې د جنسیت په اړه معلومات ترلاسه کړم او بلاخره پدې وتوانیدم چې پوه شم هغه یوه انجلۍ نه بلکې د انجونو په جامه کې یو هیجړا دی.
د فریدې مور وايي:
لور مې له پیدایښته د نارینه او ښځینه بیلابیل خواص درلودل او ما د همدې لپاره غږ نه کاوه چې خپلوان او ګاونډیان به نوموړی وځوروي.
پوښتنه داده چې فریده په دې مسله کې څه وايي:
”زه شاوخوا پینځه ویشت کاله عمر لرم ، داچې خدای ج داسې خلق کړې یم شکر وباسم خو؛ خفه پدې یم چې، په کوچنیوالې کې مې د کوچنیانو د ځورونې له وجې سمې لوبې ونشوې کړی او ځوانۍ ته مې په دې خفه یم چې آی کاش ماته هم د زده کړو زمینه مساعده وای او ما هم لکه د ټولنې د نورو غړو دنده درلودای!“
که د نورې نړۍ هجړاګانو ته وګورو نو؛ ډیر یې په محفلونو کې په نڅاوو او نورو بدکاریو ژوند تیروي.
خو فریده نومې خواجه سرا څه کوي؟
هغې راته د همدې پوښتنې په ځواب کې وویل:
”ورور مې اووه کلن او زه دوه کلنه د پلاره یتیمان پاتې شو مور مې د پردیو خلکو جامې ومینځلې او موږ دواړه يي پرې وساتلو خو؛ د خدای شکر مور مې له ما ناوړه استعفاده ونکړه او تل به يې موږ ته ویل چې بچو خپل عزت او زما عزت وساتۍ!
د مورکۍ همدا نصیحت مې لاهم په غوږ کې دی او اوسې به.
زه د کور د کارونو تر څنګ د خامک کار هم کوم،ما قرانیکریم په ناظرې سره ختم کړی تل د خدای ج عبادت او ذکر کوم او خدای ج ته سوال کوم چې، زموږ ټول وکړي په آمن او عزت کې وساتې.“
یادونه:
په افغان میشتې ټولنه کې کیدای شې د فریدې نومې هجړا په شان ډیر نور هم وي خو؛ هیله لرم چې، دا کیسه نورو هجړاګانو او په خاص ډول هغو ورونو ته یو درس وي چې، له ځانو هجړاګان جوړوي او په پردیو ودونو کې نڅاوې او بدکاریو ته لمن وهي.
ټولنه هم باید له دې ډلې خلکو سره د خدای د مخلوق په توګه په درنښت چلند وکړي او د هغوی د ځورولو او ترې د ناوړه استفادې هڅه ونه کړي.