هغه خواړه چې د خپګان کمولو کې مرسته کولی شي

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه: مریم محمدي
د ذهني فشار او غوسې په نتیجه کې د انسان اعصاب له وخت وړاندې کمزوري کیږي او خپله وړتیا له لاسه ورکوي.
خپګان يوه داسې ناروغي ده چې د انسان روح او اروا ته زيان رسوي. کله چې انسان د غم او خپګان احساس ولري او دغه حالت تر دوو اوونيو ډېر دوام ومومي، نو دې حالت ته ژور او دوامداره خپګان ويل کېږي. او ممکن همداسې یو دوامداره مرض په ډول له انسان سره مل شي.
ډېری خلک په ژوند کې له ځينو فشارونو سره د مقابلې له امله له رواني پلوه کمزوري کېږي.
څیړونو ښودلې چې دا مواد کولای شي، استرس کم او ذهن ته مو ارامتیا ورکړي، تر څو د خپګان په کموالي کې درسره مرسته وکړي.
– غوره ده، چې خپګان په وخت کې داسې خوړه انتحاب کړئ چې اومیګا-۳ (Omega-3) او ویټامین D ولري.
د اومیګا-۳ او د ویټامین D د ترلاسه کولو لپاره کولای شئ، د لمر مخي یا آفتاب پرست او خټکي زړي، کبان، شیدې، د هګۍ زیړ او وچه میوه وخورئ.
– د خپګان کموالي لپاره هغه خواړه وخورئ چې ويټامین B ولري. دا خواړه کولای شي مغز ته ارامتیا ورکړي.
د ویټامین B۶ د ترلاسه کولو لپاره بادام او چهارمغز وخورئ.
همدارنګه ویټامين B۱۲ کولای شئ له مستو او هغه کبانو تر لاسه کړئ چې خالونه لري.
– د ستړیا او خپګان په وخت کې د ویټامین C استعمال له تاسو سره مرسته کوي چې له یاد حالات نه وژغورل شئ.
ویټامین C د ویني سیستم تقویه کوي، همدارنکه یو فوق العاده آنټي اکسیدان دی چې د بدن په ښه فغالیت کې رول لري.
دا ویټامین له مرچ، کیوي، لیمو، ګلپي، ځمکني توت او کینو نه یې په پریمانه اندازه ترلاسه کړئ.
– د غوسې او خپګان پر مهال پتاسیم یا پوتاشیم لرونکي خواړه وخورئ، چې له دې حالات نه زر وژغورل شئ، دا مواد په کیله، جوار، کچالو، لوبیا او په معداني مواد کې ډير شتون لري.
سرچینه: بخش صحت