ژباړه: مریم محمدي
د ښکلو ویښتانو درلودل د ځوانۍ ترڅنګه د انسان په ښکلا کې پوره اغیزه لري.
که غواړئ چې اوږده او قوي ویښتان ولرئ، نو له دې ساده او اسانه لارو چارو کار واخلئ:
۱- پروتین لرونکي خواړه وخورئ
د ښه ویښتانو لپاره شېدې، مستې او د چرګې هګۍ وخورئ، ځکه دا خواړه په پریمانه اندازه پروټین لري.
۲- ویټامین لرونکي خواړه وخورئ
که د ښکلو ویښتانو خوښونکي یاست نو د ویټامینA، ویټامینB، ویټامین C او ویټامین E
لرونکي خوړو ته په خپل غذايي لیست کې ځای ورکړئ، ترڅو د نورې روغتیا سربیره ویښتان مو هم ډير شي.
۳- هره ورځ له ۸ تر ۱۰ګیلاسو پورې اوبه وڅښئ
د اوبو څښل د بدن سلامتیا ترڅنګ ویښتانو ته هم ګټه لري، نو که غواړئ چې د مخ پوستکی مو تازه او د سر ویښتانو مو قوي وي، نو هره ورځ په یاده اندزه اوبه څښل درنه هیر نه شي.
۴- د پیازو له اوبو ګټه واخلئ
یو دانه پیاز له مکسرنه وباسئ، اوبه یې جلا کړئ، بیا یې په سر ووهئ، تر دوو ساعتونو پورې یې پریږئ. وروسته مو سر ووینځئ، دا کار لږ سخت دی، خو د ویښتانو په ښه والي کې پوره اغیز لري.
۵- سره ته مساژ ورکړئ
د سر پوستکي ته ماساژ ورکول، د ویښتانو د تقویې لپاره تر ټولو غوره کار دی.
سر ته ماساژ ورکول د کمزور ویښتانو په قوي کولو کې رول لري، همدا رنګه ماساژ د استرس کموالي سره هم مرسته کوي.