د سړیو هغه څو کړنې چې ښکلی ژوند بدرنګوي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

تاسو به پدې پوهیږئ چې تر کوژدې او یا هم د واده وروسته ځیني خاوندان پر میرمنو محدودیتونه لګوي چې کله کله دا محدودیتونه تاوتریخوالي ته وځي، زه يي دلته درته د څو هغو یادونه کوم او هم يي درته حل لارې درښیم:
۱- پر میرمن فشار راوړل چې له خپلو خپلوانو او دوستانو سره اړیکې پرې کړې
ځینې سړي له واده وروسته پر خپلو میرمنو فشار راوړي څو له خپلوانو، دوستانو او د ټولنې له نورو خلکو سره خپلې اړیکې پرې، محدودې کړي. لکه وايي: ” ته زما میرمن شوې، نور نو اجازه نشته چې ته دې د خپلو خورلڼو، خپلوانو او دوستانو سره اړیکې وساتې!“
دلته میرمن پرځان شکي او خفه شي چې ولې خاوند پرما د خپلوانو او دوستانو د اړیکو پالل محدودوي؟
که دا چاره دوام ولري نو لرې نه ده چې د مینې او کورني ژوند یوه خوږه اړیکه په ترخه بدله شي.
۲- یوازې ځان مسول او واکمن ګڼل
زموږ ټولنه چې تر ډیره پر نارینه سالارۍ شهرت هم لري، ډيری نارینه يي ځینې واکونه چې د میرمنو حق کیږي په خپل لاس کې نیسي، زه يې درته ډیر ساده مثال وړاندې کوم:
یوه میرمن ده چې د خاوند له اجازې پرته یو عمل هم نه ترسره کوي او تل په هره خبره کې د خپل خاوند څخه پوښتنه کوي، خو خاوند برعکس هره شپه دولس یا یوه بجه کور ته راځي او میرمنه يې په دې عمل سخت غبرګون ښيي او ورته وايي چې نور ناوخته مه راځه!
خاوند په ځواب کې وايي چې تاته يي څه؟ زه نارینه یم ته دا حق نه لري چې زما د وخته راتګ او ناوخته راتګ په اړه بحث وکړې دا حق خو؛ یوازې زه لرم…
دلته مو میرمنه له ځانه او د خپلې سپیڅلې مینې ناهیلې کړه او دا چاره مو کیدای شي د میرمنې د خپګان سره سره کومه ورځ د مړینې سبب هم شي، ځکه میرمنه مو ویره لري چې تاسو د ناسمو ملګرو او د تورې تیارې د ظالم دښمن له وجې له لاسه ورنکړي.
۳- د زده کړو محدودول
ما په ټولنه کې ډیری داسې خاوندان لیدلي چې میرمنو سره تر اړیکو جوړیدو وروسته لومړنی کار يي دا وي چې خپله میرمن له زده کړو محرومه کړي او دا اسانه او ساده متل ورته بهانه کړي چې، ښځه یا د کور ده یا د ګور!
۴- پرله پسې د میرمنې ازمویل
ډیری خاوندان شته چې خپلې میرمنې څو څو ځله ازماییي ترڅو معلومه کړي چې میرمنه يې ورسره څومره مینه لري؟
که تاسو په یوه ورځ کې څو ځلې د خپلې میرمنې همدا یوه پوښتنه وکړۍ چې آیا ته له ما سره مینه لرئ، آیا زه دې خوښیږم، یا زه دې څومره خوښیږم؟؟؟
دا به ډیره بده وي ځکه میرمنه دومره پراخه حوصله نلري، نو هڅه وکړئ چې پر خپلو میرمنو شک مه کوئ.
باور پرې وکړئ، څو شک مو لمنځه ولاړ شي.
۵- په سلا مشورو کې نه شریکول
د داسې سړیو شمیر هم کم نه دی چې د شریک او کورنۍ ژوند په هیڅ چاره کې سلامشوره د ښځې حق نه ګڼي. په چارو کې یې نظر نه اخلي او که هغه نظر ورکړي هم نه یې اوري.
– هڅه وکړئ په هره برخه کې د میرمنې سره مشوره وکړئ.
– د میرمنې خوښې او رضا ته وګورئ.
– د منلو وړ تقاضاوې يې ومنئ.
– وهل ټکول مه کوئ.
– او په آرامه سینه ورته قناعت ورکړئ، ښکاره ده چې ژوند به مو ښکلی او له رنګینیو ډک وي.