ژباړه: مریم محمدي
ډير وخت داسې ویل کیږي چې مخ د روغ صحت هنداره ده. او ښه پوستکي درلودل د هر چا یو هیله ده، خو کله کله له داسې یو حالات سر مخ کیږو چې په ښکلا مو بده اغیزه لري، له ډلې یې ځوانکې یا ځواني دانې دي، چې ډیری ځوانان ترې شکایت لري.
ځوانکې دانې د پوستکي يوه التهابي ناروغي ده، چې د پوستکي د داغونو لامل ګرځي. دغه داغونه د پوستکي د مړو حجرو او د پوستکي د غوړوالي د راټولېدو په پايله کې منځته راځي چې د پوستکي د سطحې د وړو سوريو او وېښتانو د ريښو د بندېدو لامل ګرځي.
دا ناروغي ساري نده او د ناپاکۍ سره هم تړاو نلري. هورموني بدلونونه په ځانګړي توګه هغه هورمونونه د ناروغۍ په منځته راتګ کې رول لوبوي چې د بلوغ، مياشتني عادت او اميدوارۍ سره تړاو لري.
د ځواني دانو په مخنیوي کې دا ۵ ډوله ویټامینونه له تاسو سره مرسته کولای شي:
۱ ویټامین A
ډاکتران وايي ویټامین Aد جلدي ناروغیو ترڅنګ په روغتیا هم ښه اغیزه لري.
هغه خواړه چې په کې ویټامین ای شته دا دي:
جګر” ینه“، د چرګې هګۍ، شیدې، هغه ترکاري چې شنې پاڼې لري، لکه پالک، کاهو، ګازرې دا خواړه له ویټامین Aغني دي.
۲ ویټامین B2
ویټامینB2 د پوستکي د غوړ ضد خواص لري. له B2 ویټامین نه د پوستکي په زخم یا د عملیات په زر جوړولو کې هم کار اخیستل کیږي. خمیر مایه یا خمیر د ویټامینB2 منبع ګنل کیږي. یاد ویټامین په شات، پالک او هندوانې کې ډير پیدا کیږي.
– ویټامین B5
د ځواني دانو د مخنیوي لپاره کولای شئ چې د ویټامین ویټامین B5لرونکي خواړه وخورئ.
یاد ویټامین په شیدو، بادام، د هګۍ سپین، د اوربشو اوبو، کبانو او په کیله کې موجود دي.
ویټامین B5د پوستکي د ناروغیو ترڅنګ عصابو ته هم ګټه رسوي.
– ویتامین B6
دا ویټامین هم د ځواني دانو په درملنه کې اغیزه لري، یاد ویټامین کولی شئ د چرګ له غوښې، د کبانو غوښې او له هګۍ نه لاس ته راوړئ.
– ویټامین C
د پوستکي او د مخ ښکلا لپاره تر ټولو ګتور مواد ویټامین سي دي. دا ویټامین د ځوانکو د درملنې سربیره، د مخ تور داغونه ښه کوي، مخ له ګونځو ژغوري، پوستکلی تازه او ځوان ساتي، د دې سره سره بې شمیره نورې ګتې هم لري.
ویټامین Cپه لیمو، کینو، کیوي، مرچ او له بیلابیلو میوو نه تر لاسه کړئ.
سرچینه: مشاور جلدی جلد شفاف