ژپاړه : مریم محمدي
دا چې ولې خوب یا خیال ګورو؟ کیدای شي دا پوښتنه تاسو ته پیدا شوي وي. د خوب لیدل یو له هغه مسایلو دی چې د انسان په روغتیا دلالت کوي.
د خوب په وخت کې مغز د خلاصې پنجیرې په څیر وي، چې سلګونه غږونه په کې داخلیږي.
که چیرې دا غږونه لوړ نه وي، نو تاسو له خوبه نه ویښوي. نو په دې اساس که دا غږونه ارامه وي لکه: موسیقي، د اوبو غږ او دې ته ورته نور قرار غږونه د دې سبب کیږي چې تاسو یو ډیر ښه خوب وګورئ.
هغه څه چې د خوب لیدلو سبب کیږي دا دي:
۱- بوی
ایا د یو ښه بوی احساس کول د خوب لیدلو باعث کیږي؟
څیړنو ښودلې چې د ښه بوی احساسول د یو ښه خوب په لیدلو کې مثبت رول لري. خو بلخوا د بد بوی احساسول د منفي خوب لیدلو کې اغیزه لري. هغه خلک چې خپل نظافت ته پاملرنه کوي، تل له خوش بویه عطرونه استفاده کوي، نو هر وخت ښه خوب ګورئ.
۲- غږونه
داسې حالت سره به مخ شوي یۍ، چې په خوب کې یو ځای اور اخستی، بیروبار یا هم د موټرو غږونه ډیر تیز دي، نو په دې حالت کې چې له خوبه پاڅیږئ ګورئ چې ساعت یا موبایل ته مو زنګ راځي. دا حالت د دې ښودنه کوي چې لوړ غږونه هم د خوب په لیدلو کې اثر لري.
۳- خواړه
دا طیبعي خبره ده، کوم خواړه چې په سمه توګه نه هضم کیږي، د دې لامل کیږي چې انسان په تکلیف کړي. دا هم د یو خراب خوب د لیدو سبب ګرځي.
نو غوړه ده چې د شپې ډوډۍ له ویده کیدو دوه ساعته مخکې وخوړل شي.
۴- درمل
هغه درمل چې د سترس یا اعصاب لپاره د شپې له خوا خوړل کیږي، دا هم یو علت دی چې هغه کس یو ارامه خوب وګوري.
۵- د سګرټو پریښودل
۶۳ فیصده خلک چې سګرټ پریږدي، دوی تر یو کاله پورې په خوب کې ګوري چې سګرت وهي، خو دې خبرې ته تشویش په کارنه دی، ځکه دا د وخت په تیریدو سره کمیږي، چې تاسو په خوب کې سکرت وهئ.
۶- د تور او سپینو فلمونو لیدل
کله چې د شپې پخواني تور او سپین فلمونه وګورئ، ستاسو په ذهن کې یو لړ تیر یادونه تازه کیږي، که په دې حالت کې ویده شئ نو په خوب کې هم تیر وخت مو ذهن ته راځي.
۷- په ولږې خوب کول
هغه خلک یا ماشومان چې په ولږې ویده کیږي د بدن قندي مواد یې کمیږي، چې په نتیجه دوی په خوب کې مزه دار خواړه ګوري.