د میرمنو لپاره د پخلي پرمهال څو مهم ټکي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژپاړه: مریم محمدي
دا چې په کور کې کار د میرمنو وي، نو د دغو ابتدایي مسایلو په نظر کې نیولو سره کولای شئ چې خپل کارونه په سمه او منظمه توګه ترسره کړي:
– مخکې د پیاز له ټوټه کیدو نه لاسونه په سرکې لانده کړئ، ترڅو لاسونه مو د پیاز له بوی نه خلاص وي.
– د پیازو د سره کولو په وخت کې لږ د غنمو وړه پرې وشندۍ، دا کار د پیاز د رنګ په ښه والي اغیزه لري.
– د دې لپاره چې جوش شوې هګۍ په اسانۍ سره له پوټکي نه یې بیله کړئ، نو د جوشولو نه وروسته په سړو اوبو کې د ۳ دقیقو لپاره یې پریږدئ، بیا يې پاکه کړئ.
– که د غوښې د پخولو په وخت کې ۲ قاشوغې د لیمو اوبو ورسره واچوئ، هم به د غوښې خوند ښه وي او هم به ډېره زر پخه شي.
– په ډوډۍ کې د پوپنک ( کپک) د مخنیوي لپاره، لږه مالګه د ډوډۍ په شکور یا ټوکرۍ کې واچوئ، په دې کار سره به ډودۍ له پوپنک نه خلاص وي.
– که د میز په سر د میوو اوبه توې شوې، لږه مالګه یې په سر وشیندۍ، بیا یې پاک کړئ داغ به یې پاتې نشي.
– د دې لپاره چې وریجې اوږدې اوږدې پخې شي، مخکې له پخولو یې په یخو اوبو ووینځئ.
– د دې لپاره چې وریجې په دیګ کې و نه نښلي، کله مو چې غوښتل د ديګ یا دیګ بخار سر بند کړئ، مخکې له دي یوه قاشوغه بوره واچوئ.
– که غواړئ چې لوبیا خوندوره پخه شي، نو د پخولو په وخت کې یوه قاشوغه د ګلاب ګل پوډر په کې اضافه کړئ.
– د خوږو وریژو د ښه خوند لپاره، نیم ګلاس شیدې په کې واچوئ.
– د سبزیجاتو یا ترکارۍ د ښه خوند لپاره، د پخولو په وخت کې یو قاشوغه د انارو رب اضافه کړئ.
– په یخچال کې د وریجو د تازه پاتې کیدو لپاره، یوه ډوډۍ د وریجو د دیګ په سر کیږدئ.
– که غواړئ چې ډوډۍ نرمه وي او یا ژر خرابه نشي، نو د اوړو د لندلو په وخت کې یوه قاشوغه بوره او یو قاشوغه غوړي ور اضافه کړئ.
– هغه لوښي یا پیالې چې سپین رنګ لري، د استعمال نه وروسته یې رنګ ژر تغیریږي، نو کولای شئ چې د مالګې په اوبو یې ووینځئ، رنګ به یې تاره شي.
سرچینه: بخش خدمات آشپزی سایت