ژباړه: محمد عزيز پردېس
۱- همدردي وکړئ.
هغه څه چې اورئ، د هغه په پرتله خندا کول او بې اعتنا پاتې کېدل؛ سم کار نه دی. د همدردۍ نه لرل د لرې والي او پيکه توب نښه ده.
په همدې اساس هغه څوک چې خپل زړه تاسو لپاره سپړي، جدي پاملرنه ورته وکړئ. که هغې/هغه درته وژړل، اړينه نه ده چې ورته تاسو اوښکې تويې کړئ. يوازې دا ورته وښيئ چې احساس يې درک کوئ او د هغه لپاره ناراحته ياست.
۲- تاسو هم وپوښتئ.
د ناکامه انسان يوه ارتباطي ستونزه، يو طرفه مکالمه ده. په حقيقت کې چې کله څوک له دې ډول خلکو څخه پوښتي چې څه دنده لري يا هم چېرته ژوند کوي، هغوی ځواب ورکوي خو خپله څه نه پوښتي. کله چې يوازې ځواب ورکوئ، نو د مقابل لوري برداشت به مو دا وي چې د هغه د خبرو سره علاقه نه لرئ.
۳- هغه څوک چې درسره نوي يوځای کېږي، په بحث کې ګډون ورکړئ.
د لومړي ځل لپاره يوې ډلې ته دننه کېدل، ستونزمن کار دی. په همدې اساس له دې وروسته مو چې ډلې يا مجلس ته څوک تازه دمي راځي، نو ځان سره يې په خبرو او برنامه کې يوځای کړئ. که ټوکه کوئ، نو هغه ځان سره ګډ کړئ او که کومه پوښتنه کوئ، نو د هغې/ هغه نظر هم واخلئ.
۴- د مننې ډک پيغامونه او ډالۍ واستوئ.
د برېښناليک يا هم د موبايل له لارې مننه مه کوئ، بلکې يو کارت واخلئ او په خپل لاسي خط مو د مننې پيغام وليکئ او کوم چاته چې غواړئ، وايې ستوئ.
تل د هغه چا لپاره چې ستاسو په حق کې يې مهرباني کړې وي، داسې يو يادښت او يا هم يوه ارزښتمنه ډالۍ د مننې لپاره واستوئ.
۵- هڅونه بايد په جمع کې وشي او نيوکه په خلوت کې.
هرکله چې د يو کارکوونکي له کار څخه خوښ ياست، نو په يوه جلسه کې چې ټول ګډون ولري؛ له هغې/هغه مننه وکړئ، ترڅو نور هم هغه ځانونو لپاره الګو وګرځوي.
خو کله چې مو پرچا نيوکه کوله، نو په پټه او د تړل شويو دروازو شاته له هغه سره خبرې وکړئ.
۶- ښې جامې واغوندئ.
که څه هم د نورو په اړه د هغوی د ظاهري بڼې په اساس پرېکړه کول مناسب نه برېښي، خو خلک معمولا په ظاهري بڼه قضاوت کوي. ستاسو جامې او پای پوښ دا ښيي چې تاسو ترکوم حده خپل ځان او کار ته اهميت ورکوئ.
په همدې اساس منظمه او ښې جامې واغوندئ. پاکوالی او ښه لباس ډېر ارزښت لري.
۷- خپل پاکوالي ته ډېره پاملرنه وکړئ.
بريالي کسان تل پاک وي. ښه ده چې ورزش وکړئ، خو داسې هم نه ده پکار چې سر او کار مو درنو ورزشونو سره وي او همکاران مو د ورځو په اوږدو کې ستاسو د خولو له بوی څخه له تاسو نه په تېښته وي.
فردي پاکوالي ته مو په پټ ډول پاملرنه وکړئ، نوکان مو په خلوت کې اصلاح کړئ.
۸- نورو ته هم وخت ورکړئ.
د خبرو کولو پر مهال دقت وکړئ. که کومه غونډه رهبري کوئ، ټولو ته په يوه اندازه د خبرو کولو موکه ورکړئ او مه پرېږدئ چې يوازې يو کس خپلې خبرې په نورو تحميل کړي.
خو څوک چې په لنډ او ښه ډول ګټورې خبري کوي اغېزمن او بريالی به وي.
۹- مخکې له دې چې حرکت وکړئ، مسير مو مالوم کړئ.
په اوسني پېر ( عصر ) کې هر ډول ( کاغذي او انټرنېټي ) نقشې پيدا کېږي. له دې آسانتياوو ګټه پورته کړئ. البته د نقشو په مرسته نشئ کولی چې د ټرافيک او پارکېنګ له وضعيت څخه خبر شئ. خو د نورو رسنيو په مرسته کولی شئ چې له دې اطلاعاتو ځان خبر کړئ.
مخکې له دې چې يوځای ته حرکت وکړئ نو اقلاً ۱۵ دقيقې مخکې سايټونو ته سر ورښکاره کړئ چې کومه لاره تاسو ټاکلې، خلوت ده او کنه.
۱۰- د لسو دقيقو ژر رسېدو لپاره، برنامه جوړه کړئ.
څومره چې کولی شئ ژر او وختي حرکت وکړئ. هغه کسان چې ځنډ کوي، بايد په دې پوه شي چې په دې کار سره مقابل لوري ته وايي: ( ته راته ارزښت نه لرې ).
مخکې له دې چې ستاسو د ژمنې نېټه راورسي، نو اقلاً يو ساعت مخکې ورته چمتووالی ونيسئ. د موبايل الارم د دې کار لپاره مناسب دی. که ناوخته هم شوه، نو مقابل لوری له جريان څخه خبر کړئ.