رښتیني او واقعي ملګري دا ۱۱ ځانګړنې لري

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: محمد عزيز پردېس
ملګرتيا د ژوند يوه مهمه برخه ده؛ خو د ښه او بد ملګري/ ملګرې معلومول ستونزمن کار دی او ځانګړي مهارت ته اړتيا لري. د ريښتيني او غير ريښتيني ملګري تفاوت د زمکې او اسمان په څېر دی او حتا ستاسو د فکر څخه پورته هم ستاسو پر ژوند اغېز کولی شي، کله چې يو ريښتينی دوست ولرئ، نو کولی شئ د هر کار په ترسره کولو کې له هغه څخه مرسته وغواړئ.
دا ليکنه تر پایه ولولئ ترڅو پوه شئ چې ستاسو ملګري تاسو ته ريښتيني دي او کنه!
۱- هره کړنه چې ترسره کوئ، نو تاسو سره علاقمندي ښيي
تاسو چې د هرکار د ترسره کولو لپاره هوډ کوئ، نو ريښتينی ملګری مو ورته هڅوي او ستاسو ترڅنګ به ولاړ وي، که هغه هر ډول کار وي، د دندې بدلون، د يوې لوبې زده کول او همداسې نورې کړنې… .
۲- ستاسو عجيبه شخصيت سره مينه لري
ټول مينه لرو چې ځيني وختونه عجيبه کارونه ترسره کړو، ريښتينی ملګری مو له هماغه کارونو سره هم لېوالتيا ښيي. که رښتيا هم ستاسو واقعي ملګری وي، نو په ډېر احتمال سره به ستاسو د لارې مل وي.
۳- په هر ډول شرايطو کې تاسو ته بښنه کوي
يوه کوچنۍ تېروتنه هرڅه له منځه وړی شي، ځيني وختونه ډېر څه خرابوئ، که ملګری مو ريښتينی نه وي، نو يوه اشتباه هم کولی شي ملګرتيا مو له منځه يوسي؛ خو ريښتينی ملګری پوهېږي چې ځيني وختونه له تاسو څخه تېروتنه کېږي، نو په همدې دليل تاسو بښي، ځکه د ملګرتيا ارزښت د يوې موقتي تېروتنې څخه لوړ دی.
۴- تل ستاسو ملاتړ کوي
دا مهمه نه ده چې د چا سره اخته ياست، ستاسو ستونزه څه ده يا هم تاسو ملامت ياست؛ خو واقعي ملګری به ستاسو ترڅنګ ولاړ وي. هغه پرته له دې چې له تاسو څخه پوښتنه وکړي نو ستاسو ملاتړ به کوي او دا کار يوازې ريښتيني ملګري کوي.
۵- تاسو ته اجازه درکوي چې د خپلو علايقو پسې ولاړ شئ
هرڅومره چې ستاسو عمر لوړېږي، نو هماغومره مو علایقو کې هم بدلون رامنځ ته کېږي، نور ملګري به تاسو پورې ريشخند وهي؛ خو ريښتينی ملګری به مو وايي چې خپلې لارې ته دې دوام ورکړه، هڅوي به مو او لارښوونه به درته کوي.
۶- ستاسو ځانګړنې پېژني
هرڅوک ځان ته ډول ډول خصلتونه ( ځانګړتياوې ) لري. د بېلګې په توګه، « سهار وختي حوصله نه لرئ، ډوډۍ ډېره خورئ… » ريښتينی ملګری ستاسو ټول خصلتونه پېژني. تاسو هېڅوک، ستاسو د ريښتينی ملګري په اندازه نه پېژني، همدا چې ستاسو ځانګړتياو ته ځير وي، دا د ريښتينو ملګرو نښه ده.
۷- تل به تاسو سره په اړيکه کې وي
غير ريښتيني ملګري چې کله يې کوم کار وي او يا هم د غيبت لپاره له تاسو سره اړيکه نيسي. واقعي ملګري هر وخت او په هرځای کې چې وي له تاسو سره اړيکه ساتي. هغه له دې سره مينه لري چې تاسو څه ترسره کوئ، نه غواړي چې ستاسو د اړيکو په اړه غيبت وکړي، هغه فقط غواړي پوه شي چې تاسو سهار څه وخوړل!
۸- ستاسو اسرار ( رازونه، پټې خبرې ) ځان سره ساتي
په ټوله نړۍ کې داسې يو څوک شته چې تاسو پوهېږئ ستاسو اسرار په ټول ښار کې نه برملا کوي؛ هغه ستاسو ريښتينی ملګری دی. ريښتينی ملګری د اعتماد په ارزښت پوهېږي او ستاسو رازونه له هېڅ چا سره نه شريکوي.
۹- اړينه نه ده چې د هغه لپاره ځان جوړ کړئ او يا هم شیک لباس واغوندئ
که په دې مجبوره وئ چې د يو ملګري د ليدلو لپاره ځان جوړ کړئ، ښه جامې واغوندئ، وېښتان مو منظم کړئ او يا هم عطر ووهئ، نو هغه ستاسو ريښتینی ملګری نه دی. که ملګری مو صميمي وي، نو دا فرق نه کوي چې د ليدلو لپاره يې په غير منظمه وېښتو سره او يا هم ساده کاليو کې ورشئ. که ډېر څه وکړي نو تاسو سره به يوه ټوکه وکړي؛ خو دا ورته مهمه نه ده چې تاسو په څه ډول او څرنګه لباس کې ورځئ، هغه فقط دې ته ارزښت ورکوي چې تاسو ورسره مله ياست.
۱۰- تاسو ته وخت درکوي
دا ورته مهمه نه ده چې د کار وخت يې دی او يا هم کوم ضرور کار لري، که ريښتينی ملګری مو وي، نو هر وخت او په هرځای کې چې وي ستاسو ديدن ورته مهم دی، له تاسو سره اړيکه ساتي او پوښتنه مو کوي. دا ورته اهميت نه لري چې فرصت لري او کنه، تل تاسو ته وخت ځانګړی کوي.
۱۱- تل کولی شئ د هغه په اوږه سر کېږدئ او خپل زړه ورته تش کړئ
کله چې تاسو ناراحته ياست نو غیر واقعي ملګری ستاسو پر اوږه لاس ږدي، هڅه به کوي چې موضوع ته تغير ورکړي او خبره بله خوا بوځي؛ خو ريښتينی ملګری تاسو په غېږ کې نيسي او تاسو ته دا اجازه درکوي چې هرڅومره خبرې لرئ، ورته يې ووايئ او خپل زړه ورته تش کړئ. که تاسو هرڅومره خپه ياست نو صميمي ملګری تاسو يوازې نه پرېږدي.
که تاسو په دې هڅه کې ياست چې خپل ريښتيني او غير ريښتيني ملګري وپېژنئ او ترمنځ يې توپير وکړئ، نو هيله ده چې دې ليکنې په دې برخه کې له تاسو سره څه مرسته کړي وي.