سایبر کوندریا (Cyberchondria ) یا اینټرنیټ کې د خپلې ناروغۍ د نښو د لټون څخه پیدا شوی اضطراب او اندېښنه، د تشویش او انګیزایټۍ یوه نوې بڼه ده چې په وروستیو لسیزو کې د انیټرنیټ په راتګ په خلکو کې زیاته شوې.
په نړۍ کې ګڼ روغتونونه وايي، د دوی ډیر وخت هغه ناروغان نیسي چې په اینټرنیټ کې د خپلې روغتیا او خپلې ناروغۍ د نښو لټون په سخت تشویش کې اچولي او پر ځان د کومې شدیدې ناروغۍ بې ځایه ګومان او شک کوي.
د بریتانیا د روغتیا اداره وايي، سایبر کوندریا یا په انیټرنیټ کې د خپلې ناروغۍ د نښو له لټون پیدا شوی تشویش د روغتیايي اضطراب په یوې لویې څپې بدل شوی، او دغلته په روغتونو ته له هرو پنځو مراجعه کونکو څخه لږ تر لږه یو یې په انیټرنیټ کې د خپلې ناروغۍ په اړه له لټون او سرچ وروسته د (سایبر کوندریا ) ویرې پسې اخیستی وي.
د لندن د امپریال کالج څیړونکي وايي، په انیټرنیټ کې د عامو خلکو له خوا د ناروغیو لټون ددې سبب شوی چې پر روغتونونو بیروبار زیات شي.
دا څیړنه وايي، د خپلې روغتیا په اړه د ګڼو بریتانویانو بې ځایه خو شدیده اندېښنه، هر کال یوازې د ډاکترانو د اپوینټ مینټونو له درکه د بریتانیا د روغتیا ادارې ته څه کم نیم میلیارد پاونډه تاوان اړوي. پر دې سربیره میلونونه پاونډه په بې ضرورته معایناتو او ټیسټونو لګیږي.
روانپوهان وايي، هغوی چې په انیټرنیټ کې د خپلې روغتیا په اړه لټون په شدید تشویش مبتلا کړي د ډاکترانو پر ځای باید روانشناسانو سره سلا مشوره وکړي او په ګوګل کې دې د خپلې روغتیا او ناروغۍ په اړه لټون پریږدي.
اینټرنیټ کې د ناروغیو په اړه لټون ولې تشویش پیدا کوي؟
بریتانوي څیړونکي وايي، انیټرنیټ په ټولنه نړۍ کې د عامو وګړو تر منځ د( روغتیايي اضطراب او اندېښنې یوه څپه راپورته کړې چې ډیر کله دوی خپله په خپل وجود کې بې ضرره نښې علامې د ویروونکو او وژونکو نارغیو د نښو او علامو په توګه ګڼي او ویره او تشویش یې د یوې ريښتیني رواني ناروغۍ سبب کیږي.
دوی وايي پر اینټرنیټ سربیره هغه دیجیټلي وسایل چې خلک یې د خپل اندام د تناسب او ورزش د څارولو لپاره کاروي لکه ( fitness trackers) ، هم ددې سبب شوي چې په خلکو کې د روغتیا په اړه بې ځایه اندېښنې او اضطراب زیات شي.
د لندن په امپیریال کالج کې څیړونکي ډاکتره هیلین ټیرر وايي، د خپلې روغتیا په اړه اندېښنه او شدید اضطراب ډیره کله د ځینو پېښو له کبله اوج ته رسیږي. لکه کله چې ناروغ د خپلې وړې روغتیا په اړه ویره پر سر واخلي، د کورنۍ یا دوستانو څخه یې څوک ناروغ شي او یا د ناروغۍ له کبله ومري، او یا د دوی د عمر یو مشهور کس د ناروغۍ یا مړینې خبرونه خپاره شي.
ډاکټر هیلین وايي، له داسې پېښو وروسته هغوی چې د مخه یې د خپلې روغتیا او نښو په اړه اینټرنیټ کې لټون کړی وي په دې باوري شي چې دوی هم په کومه جدي او پټه ناروغۍ اخته دي، او یا د دوی اوسنۍ وړه ناروغي تر هغې ډیره جدي ده چې دوی یې ګڼي.
نوموړې زیاتوي په سایبر کوندریا (Cyberchondria ) اخته کسان پر خپل دې ناسم باور دومره ټینګ شي چې که ټول طبي شواهد ورته د روغتیا ډاډ هم ورکوي دوی بیا هم د خپل صحت په اړه په شدید اضطراب کې وي.
په ګوګل کې د خپلې ناروغۍ نښې او علامې مه پلټئ
ددې څیړنې مشر پروفیسور پیټر ټیرر وايي، اوس خلک لومړۍ انیټرنیټ کې لټون کوي او بیا خپل کورني ډاکتر ته د خپلو ناروغیو او نښو علامو له یو اوږد لیست سره ورځي چې ډیرې یې دوی کې نه وي. خو کورنۍ ډاکتر اړ وي چې د ناروغ د اندېښنې د رفعه کولو لپاره نوموړې بیلابیلو بې ضرورته ټیسټونو، متخصصانو او روغتونونو ته واستوي.
ډاکټر پیټر وايي” دې کې هیڅ شک نه شته چې ډاکتر ګوګل ( په ګوګل کې د روغتیا په اړه لټون) ډیر معلوماتي دی، خو دا انلاین لټون هیڅ کله د یو ناروغ په اړه معلومات په سمه توګه نه وړاندې کوي. او ناسمې موندنې او د وړاندې کولو ناسم ترتیب یې د یو سخت تشویش سبب کیږي.
په دې څیړنه کې څیړونکي ۴۴۴ ناروغان چې ( د خپلې روغتیا په اړه په شدیدې اندېښنې اخته وو) څارلي چې په روغتونونو کې د زړه، عصابو، هاضمي او نورو څانګو ته ورغلي. څیړونکي وايي، دوی وموندله چې په دوی کې یو څو ريښتیا هم وړې روغتیايي ستونزې لرلې یا یې پخوا تیرې کړې وې. خو نور ټول یې د ( خپل صحت په اړه په غیرې عادي ویرې او اضطراب ) اخته و او بله کومه فزیکي ناروغي یې نه درلوده.
روغیتايي کارپوهان خلکو د جدي سپارښتنه کوي چې هیڅکله دې په ګوګل کې د خپلو ناروغیو او نښو علامو په اړه لټون نه کوي، بلکې د روغتیايي ستونزې د لرلو پر مهال دې له ډاکتر سره مشوره وکړي.
البته دوی وايي چې عام خلک کولی شي چې له اینټرنیټ او ګوګل څخه عمومي روغتیايي معلومات ترلاسه کړي او دا ښه خبره ده چې دوی د خپلې روغتیا د ساتلو په اړه پراخ معلومات ولري. خو د خپلو نښو علامو او د خپلو ناروغیو لټون ډیر کله د وړو ناروغیو لرونکي په داسې یو ناسم باور اخته کوي چې ګومان کوي په کومه جدي او وژونکي ناروغۍ اخته دي. دوی وايي دا د تشویش او اضطراب یو شدید ډول دی چې یوه ريښتیني رواني ناروغي رامنځ ته کوي او درملنه یې بیا ډیر کار او زیار غواړي.
له انګیزایټۍ تشویش یا اضطراب سره څنګه مقابله وکړئ
ډاکټره ریچل اندریو هغو ځوانانو ته چې په اندېښنه او اضطراب اخته دي دا سپارښتنې کوي:
• که فکر کوئ مرستې اړتیا لرئ، نو له خپلې کورنۍ او ښو دوستانو مرسته وغواړئ.
• ځان ته وریاده کړئ چې دا اضطراب یوازې ستاسو د ځواک، استعداد او وړتیاوو د جوړولو یوه برخه ده.
• هڅه وکړئ چې پر اوس وخت تمرکز وکړئ په همدې شېبو کې چې یئ، و اوسئ، ځکه ستاسو اضطراب هڅه کوي چې تاسو ته راتلونکې په درواغجنه توګه تپه تیاره وښيي، خو تاسو له خپل اضطراب او تشویش سره راتلونکې ته مه ځئ او په هغه څه چې همدا اوس مو شا او خوا دې تمرکز وکړئ.
• له سوشل میډیا او ټولنیزو رسنیو، انیټرنیټ او موبایل، د یو څه وخت لپاره لرې شئ، طبیعت کې قدم ووهئ او شا او خوا مو واقعي نړۍ سره و اوسئ نه انلاین نړئ کې .
یادونه:
له خپلو دوستانو سره ددې لیکنې شریکول مه هیروئ. کیدای شي مرسته ورسره وکړي.