سریلنکا په لمړۍ ټیسټ لوبه کې کوربه ویسټ انډیز ته ماته وخوړه

سپینه تجريدي ډیزاین

د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې د ویسټ انډیز سفر په لمړۍ ټیسټ لوبه کې په ماتې سره پیل کړ.

د ویسټ انډیز په کوربه توب د میلمه سریلنکا او کوربه ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په لمړۍ ټیسټ لوبه کې ویسټ انډیز په ستر توپیر سره بریا خپله کړه.

 په سیالۍ کې ویسټ انډیزۍ کرکټ ملي لوبډلې په لمړۍ پاڼۍ کې ۴۱۴ منډې جوړې کړې، خو په ځواب کې یې د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډله په لمړۍ پاڼۍ کې د ستونزو سره مخ شوه او ټوله لوبډله یې په ۱۸۵ منډو سره وسوځیده.

په دویمه پاڼۍ کې ویسټ انډیزۍ لوبډلې خپلې منډې تر ۲۲۳ پورې ورسولې او میلمه سریلنکا لوبډلې ته یې په سیالۍ کې د بریا خپلولو په موخه ۴۵۳ منډې هدف ورکړ.

د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د کوشال مینډس د سلیزې جوړولو سره د هدف پر لور ښه پیل وکړ، خو نورو لوبغاړو ورسره وروسته ملتیا ونکړه.

 د ویسټ انډیز د ۴۵۳ منډو په ځواب کې سریلنکايي لوبډله په ۲۲۶ منډو سره وسوځیده او په سیالۍ کې یې د همدومره ۲۲۶ منډو په ستر توپیر سره ماتې وخوړه.

 د ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې لپاره شین ډوریچ د لوبې په دواړو پاڼیو کې ۱۳۸ منډې جوړې کړې، خو د سریلنکا لپاره کوشال مینډس د ۱۰۶ منډو په جوړولو مخکښ توپ وهونکی و.

همدا راز په توپ اچونه کې ویسټ انډیزي روسټن چیس، ډیونډرا بیسو، شینان ګبریل ۴ ، ۴ ، خو د  سریلنکا لخوا لاهیرو کمارا د ویسټ انډیز ۷ لوبغاړي په دواړو پاڼیو کې وسوځول.

 د یادونې وړ ده، چې د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ ټیسټ لوبو د لړۍ دویمه لوبه د روانې جون میاشتې په ۱۴ مه نیټه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پیل کیږي او وروستۍ سیالي به هم د همدې میاشتې په ۲۳ مه نیټه پیل شي.