پټه او په بیړه نکاح او خطرناکې پایلې یې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

افغانستان او په تیره بیا ننګرهار هغه ولایت دی چې د میرمنو پر وړاندې د تاوترخوالې په عواملو کې یو هم د پټې نکاح کولو دود د یوې ستونزې په توګه شتون لري.
که نکاح د څلورو دیوالو په منځ کې په پټه وتړل شي، خو ترې زیږیدونکې ستونزې آسمانونه ژړوي.
ما ډیری بې سرپرسته او بې سرنوشته لیدلي چې په خپله وینا یې پټې نکاح يې انجام بدبخته کړی.
زرغونه نومې ننګرهار میشتې میرمن مې د ښځو د حقوقو په یو روزنیز ورکشاپ کې په داسې حال کې په ژړا ولیده چې د روزونکو د ګډونوالو لیست پوره وو او دا يې نه نیوله.
هغې ځکه ژړل چې د پینځو اولادونو سرپرستي ورپاتې وه، ترڅو يې په یاد ورکشاپ کې ونیسي او د ددغه روزنیز ورکشاپ د پای روپۍ خپلو کوچنیانو د خوراک څښاک وسیله وګرځوي.
د نوموړې، د بیوسۍ روانو اوښکو، زړو جامو او ورسره څو پرلپسې کوچنیو، کوچنیو ماشومانو مې پر ذهن دا پوښتنه راتاووله چې حتماً به نوموړې کونډه وي!
خو؛ نه ! زرغونه کونډه نه، بلکې نوې طلاق شوې وه، دا چې څنګه داسې یې راته وویل:

«د ښوونځې زده کوونکې وم، هره ورځ ښوونځې ته پر تګ راتګ لارې مو د یو ځوان د ډیرو زاریو، ننواتو او راته ودریدو په زړه کې لارې وکړې. همدا وو چې، هغه راته پر کاغذ د موبایل شمیره لیکلې وه او همداسې مو سره اړیکه جوړه شوه او داسې وخت هم راغی چې نوموړی هوسي مئين مې جرګه مار شو او پلار ته مې ځان بې کسه معرفې کړ.»

هغه وايي؛ ما هم پرته له دې چې فکر وکړم، د پلار له آزاد فکرۍ مې ناسمه استفاده وکړه او ورته مې وویل چې پلاره! دا هلک زه له ډیر پخوا پیژنم هیله ده ورمې کړې.
ددې لپاره چې پلار مې نه غوښتل ما خفه کړي، زه يي هماغه سړي ته ورکړم.
نوموړي شخص تر واده وروسته ددې لپاره چې د هغې پر وینا هیڅوک نلرې، زه د پلار کور کې استوګنه کړم.
ماته تر ټولو دردونکې دا وه چې د وخت په تیریدو سره نوموړي شهوت پرسته انسان هم مور، هم پلار، خویندې ورونه او ښځه او بچې هم پیدا کړل، کله چې زه د یو او بل نه خبریدم چې نوموړی سم کور او ژوند لري، نو خاوند به مې راسره رویه بدله او رو، رو خرابه کړه…
لنډه دا چې د زرغونې پينځه واړه اولادونه انجونې وې او خاوند يې د پريښودو یواځینی دلیل هم دا ایښی وو که چیرته ستا پينځم اولاد هم انجلۍ وه، نو زه به دې طلاقه کړم ځکه؛ ته ډیره بدبخته يې.
همدا وو چې زما پينځمه پیدا شوې لور د خاوند د موخې پر وړاندې بدبخته او طلاقه کړم.
له زرغونې مې وپوښتل آیا تا د خاوند د طلاق اخیستو مخه نشوه نیولی؟
د نوموړې ځواب نه وو، ځکه هغې ویل چې د خاوند ټوله کورنۍ یې قاضیان دي او دا د یو عادي بیوسه مزدورکار لور ده. له هغوی سره یې زور نه رسیده، د طلاق مخه یې نه شوه نیولی.
د داسې میرمنو په اړه که څیړنې وشي، نو لسګونه بیلابیلې پیښې به يې پیدا شې چې یوه به هم له دې کړنې راضې نه وي او د ګڼو ستونزو ښکار به وي.
د همدې بد دود قربانې يې یوه بله هغه سلماء نومیږي چې پوره پینځه کاله وشول نامزاد ده، نه واده کولی شي او نه هم بل خاوند، دا چې لاملونه يې څه دي؟
سلما یې خپله وايي:

«د خپلې نیا کور ته به مې هره جمعه تللم، نامزاد مې د هغوی همسایه وو، زموږ آشنا کیدل هم د بابا کور ته له تګ راتګه پیل شول، هلک راته ځان تجار معرفي کړی وو او راته يي ویل په هر قیمت چې وي تا خپلوم، لنډه دا چې سیند نه يې راته ښوروا او غر نه غوښه جوړه کړه، هغه د څو روپو په بدل کې خپل ملګری د خپلې میرمنې سره موږ کره جرګه راولیږل او هغوی هم راته ځانونه د نوموړي شخص ورور او وریندار وپیژندل، هلک ویل مور او پلار مې مړه دي زه د همدې ورور سره اوسیږم.»

سلما زیاتوي؛ دا چې زما پلار په یو نړیوال دفتر کې آشپز وو، نو هیڅ وخت يې نه درلود چې د نوموړي شخص په اړه پلټنې وکړي، سمدواره يي ورکړم.
د وخت په تیریدو سره پوه شوم چې نوموړی هلک د خپلې ماما لور سره د خور په بدل کې نامزاد دی.
یوه ورځ مې ورسره پر موباېیل خبرې کولې چې مور يې پرې راغله او له نوموړې يې موبایل واخیست او زه يي ډیره سخته خفه کړم چې نور به مې زوی ته مزاحمت نه کوې، د دومره بلها ځوریدونکو ناخوالو سره، سره بیا هم نامزاد مې ژمنې راکوي چې زه د ماما لور پریږدم او تا ځان سره بهر کوم هیواد ته وړم، خو زه پوهیږم چ، که هغه خپله میرمن خوشې کړي، نو هلته يې ورسره جوخت خور ته ډیری ستونزي پیدا کیږي، هیڅ نه پوهیږم څه وکړم؟
بیسوادي، ناپوهې، بې فکري، بیړه، د انسان نه پیژندل، څیړنه نه کول او په ټوله کې په یو نا آشنا شخص ژر خوش باوري هغه نازکې تیروتنې دي چې د عمر سودا (شریک ژوند) به مو بدبخته او نیمګړی پاتې کړي.