د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د روانې جون میاشتې په ۱۴ مه نیټه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د هندوستان په بنګلور کې د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې خلاف په تاریخي ټیسټ لوبه کې د سیالۍ ډګر ته ځي، چې ورته میلیونونه افغان او هندي مینه وال په تمه دي.
د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د کیدونکې لمړنۍ تاریخي ټیسټ سیالۍ وړاندې د افغان لوبډلمشر اضغر ستانکزي او نورو لوبغاړو مورال لا د وړاندې په هندۍ لوبډلې بر ښکاري.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اضغر ستانکزي د کرک انفو نړیوالې ویب پاڼې سره په مرکه کې ویلي، د هندۍ لوبډلې په نسبت بهترینه سپین یا سلو بالران لري او په نړیوال کرکټ کې اوس ټول قانع شوي دي، چې افغان لوبډله د نړۍ بهترین سپینرانو څخه برخمنه ده.
نوموړي ویلي، ځوان راشد خان، مجیب ځدران او محمد نبي عیسی خیل د افغان لوبډلې په ترکیب کې دي او د هندۍ لوبډلې خلاف ورته تمې ډیرې دي.
د افغان کرکټ ملي لوبډلې پیلیز لوبغاړي شهزاد محمدي هم ویلي، د هندوستان خلاف سیالي دواړو لوبډلو ته اسانه نه ده او د موجوده سپین بالینګ پرمټ به هندۍ لوبډلې ته سرخوږی جوړ کړي.
وروسته له هغې چې افغان کرکټ ملي لوبډلې د بنګله دیش خلاف د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالیو په سیریز کې ۳ د ۰ توپیر سره بریاوې خپلې کړې، هندۍ لوبډلې ته هم د خطر زنګ وهل شوی دی.
هندی کرکټ بورډ اوس په دې هڅه کې دی، چې د افغانستان خلاف سیالۍ ته ګراسي ویکټ یا شنه ویکټه جوړه کړي، تر څو د افغان لوبډلې سپین بالینګ ناکامه ثابت کړي، خو هندۍ لوبډله هم په خپل سپین بالینګ تکیه کوي او په تیز بالینګ کې یې مزه نشته.
د هندي کرکټ مینه والو اندیښنه هم په دغه تاریخي ټیسټ لوبه کې د افغان لوبغاړي راشد خان څخه زیاته ده او ویره لري چې نوموړی به د نورو لوبډلو په څیر د هند کرکټ ملي لوبډلې د بریا په مخ کې خنډ واقع شي.
بل خوا افغان کرکټ مینه وال نه یوازې راشد خان ته؛ بلکې ځوان مجیب ځدران او د افغان لوبډلې بهترینه الراونډر محمد نبي عیسی خیل ته سترګې اړوي، تر څو د هندۍ لوبډلې خلاف ښه کار کردګي وښآيي.
د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ تاریخي ټیسټ سیالۍ ته د ګوتو په شمیر ورځې پاتې دي، خو دا چې د افغان مینه والو تمې او د هندي مینه والو اندیښنې څه ډول ثابتیږي، لا څو ورځې وخت ته اړتیا لري.