هغه ښځه چې په غرونو کې د اوبړۍ او وښو په خوړلو ژوندۍ او ۶میاشتې وروسته وموندل شوه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

دغه ۴۷ کلنه ښځه، چې له شپږو میاشتو راهیسې ورکه وه، په یوه غرنۍ سیمه کې ژوندۍ وموندل شوه، چېرته چې هغې یوازې د اوبو، ​​واښو اوجوارو په خوړو ژوند کاوه.

د متحده ایالاتو په “یوټا ” ایالت کې دغه حیرانونکي پېښه رامنځته شوې چې یوه ورکه شوې ښځه په ناڅاپي توګه وروسته له شپږ میاشتو موندل کېږي.

د رسنیو راپورونو په حواله، د نومبر په ۲۵، د دې ښځې موټر په ځنګله کې د کارمندانو لخوا موندل کېږي، وروسته له دې د هغې د لټون سلسه پیل کېږي، چې دا لټون څو ورځې دوام کوي،اما په موندلو یې نه بریالي کېږي.

ترڅو کشف کونکو او رسمي ژغورونکو د هغې لټون ته دوام ورکړ ، بیا هم دا لټون څو ورځې وروسته ودرول شو.

که څه هم، څو ورځې وړاندې، د دې ښځې د موندلو لپاره یوه بله هڅه کېږي، چې پدې موده کې په سیمه کې یوه ویجاړه شوې بې پیلوټه الوتکه موندل کېږي.

کله چې سارجنټ او د ډرون د پیلوټ خیمې ته نږدې کېږي، دوی ګوري چې ښځه هلته اوسېږي.

IMG-20210509-WA0014.jpg

دغه ښځه په دې ویرونکې سیمه کې په خیمه کې اوسېده، یوازې د واښو او “اوبړیو” په خوړلو یې ګذاره کوله، پداسې حال کې چې د یو لرې پروت سیند څخه یې اوبه څښلې.

 

IMG-20210509-WA0011.jpg

پولیس وايي، چې ښځه روغتون ته وړل شوې، او ویره ده، چې هغه به رواني روغتیايي ستونزې ولري.