د نن ورځې شین سهار دی. دوه ماشومانې ښوونځي ته بیایم. د هغوی وروستی امتحان دی او بیګاه شپه یې رڼه تیره کړې.
اوو بجو ته لا نیم ساعت پاتې دی، خو له هغې خوا ډله ډله شاګردانې را روانې دي. دا هغه زدکوونکې دي چې کورونه یې لرې دي، سهار وختي پاڅيږي او ښوونځيو ته ځانونه رسوي.
چې څنګه یوې درې کسیزې ډلې موټر کې راسره ماشومانې ولیدې، اشاره یې وکړه. و دریدم. یوه ساه نیولې رامخې ته شوه. لکه تازه چې یې یو دروند غم تجربه کړی وي، لکه تازه چې یې له سړي خورو نجات موندلی وي. په سترګو کې یې وهم موجونه وهل. په هیبت او وارخطایۍ یې وویل: کاکا، را وګرځئ. ښوونځي تړلي دي!
– ولې؟
– نن پرې حمله کوي
– څوک ؟
– نه یو خبر، خو دروازې بندې وې او موږ یې بیرته رخصت کړو.
دا زموږ د یوه مهم ښار ( جلال اباد) کیسه ده. هغه ښار چې یو وخت یې په علم او ادب کې خاص نوم درلود. دا د مولنا قیام الدین خادم د ښار کیسه ده، د ملنګ جان د ښار کیسه ده، د پوهاند رښتین د ښار کیسه ده، د موسی شفیق د ښار کیسه ده او د نورو نوموتو پوهانو د ښار کیسه ده.
خو اوس په همدې ښار د ویرې تورې وریځې خورې دي. د دې ښار هیڅ ځای خوندي نه دی. د دې ښار هیڅ ښاري ځان خوندي نه ګڼي. یو وهم دی. یو هیبت دی او هر سړی په دې فکر کې دی چې شاید بیګاه ته کور ته روغ ستون نشي.
هر سړي سره دا سودا ده چې اوس به یې چاودنه هډونه خواره واره کړي. اوس به یې برید کې سینه غلبیل غلبیل شي او…
قهرمان نسل
زموږ ماشومان د نړۍ قهرمانان دي. نورو هیوادونو کې چې حتا د هوا حالت لږ خراب شي، ماشومان له کورونو نه راوځي؛ خو دلته د هر ډول خطر له احتمال سره سره، د کتابونو بکسې له ملاګانو نه غورځوي او د ښوونځي لاره تشه نه پریږدي.
دلته د ځینو ښوونځيو مخې ته زغروال پوځي موټر ولاړ وي. د ښوونځيو مخې ته ګوته په ماشه امنیتي موظفین ولاړ وي، دا ټول منظر د دې شاهدي ورکوي چې خونړی برید کیدونکی دی، خو بیا هم زده کوونکي خپلو ښوونځیو ته ور روان دي او هیڅ ویره یې نشي را ګرځولی.
شاید، دوی درک کړي وي چې وطن وران دی. وطن کنډواله دی. وطن له کابو نیمې پیړۍ راهیسې په اور کې ایسار دی، سوځي، نړیږي خرابیږي. دا وطن بیرته اعمار غواړي، ټپونه یې ملهم غواړي او دا کار پرته له تعلیم یافته نسله بل څوک نشي کولای.
زموږ ماشومان د یوې روښانه راتلونکې او د وطن د پرمختګ لپاره قلم او کتاب نه غورځوي او د علم ډیوې د ویرونکیو توپانونو په منځ کې په خپلو لاسونو کې بلې ساتي.
عجیبه ده، عجیبه کم بخت ولس دی. په ۲۱مه پیړۍ کې یې آن د ښار ماشومان له ښوونځيو محرومیږي. په ۲۱مه پیړۍ کې یې له ماشومانو د تعلیم بنیادي حق اخیستل کيږي او …
خو له تعلیم سره د نوي نسل اورنۍ مینه به خامخا رنګ راوړي. د تیارو او رڼا په جګړه کې بریا د څراغونو ده. دا ډار به ختمیږي او دا قهرمان نسل به بریالی کیږي.
محمد نعمان دوست
د غبرګولي ۱۵مه، ۱۳۹۷