د کورنیو چارو وزارت: طالبانو تر اوسه نېږدې ۵۰ خبریالان وژلي دي

رنګین تجريدي ډیزاین

 

راپور: نسیمه محمدي

د کورنیو چارو وزارت، پنجشنبه د نوامبر دولسمه اعلان وکړ، چې د طالبانو له لوري د وژل شویو خبریالانو شمېر پنځوس تنو رسېږي.
د دغه وزارت ویاند، طارق آرین په یوه ټوېټ کې ولیکل:
“د الیاس داعي په مړینې سره، د طالبانو له لوري د وژل شویو خبریالانو شمېر نېږدې پنځوس تنو ته ورسېد.”
آرین زیاته کړه:
“تاریخ به هېڅکله دا جنایتونه هېر نکړي. طالبانو دومره جنایتونه زېږولي، چې هېڅ ډول سوله د دغې رسوایۍ پټولو سرپوښ نشي کېدلای.”
په ورته وخت کې، د افغانستان د رسنیو د ملاتړ بنسټ(نۍ) د یوې اعلامیې په خپرولو ولیکل چې، د پنجشنبې په ورځ د یوې انتحاري برېد په ترڅ کې محمد الیاس داعي د آزادۍ راډیو خبریال مړ او ورور یې مجتبی محمدي د آلمان راډیو خبریال ټپي شو.
په اعلامیه کې راغلي دي:
“د افغانستان حکومت د په ځلونو د خبریالانو د امنیت او خونديتوب پروګرامونو څخه خبر ورکړی، چې تر اوسه یې چندان پایله نه لرله. نۍ د افغان حکومت څخه غواړي، چې د دغه بشري ضد جنایت عاملین په نښه او د قانون منګلو ته وسپاري، همدارنګه حکومت باید دا قضیه په سمه توګه وڅېړي او پایله یې اعلان کړي.”

بل پلوه، صدیق صدیقي د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند په یوه ټوېټ کې ولیکل:
“په هلمند کې د آزادۍ راډیو خبریال الیاس داعي ترور غندو. الیاس داعي، د پنجشنبې ورځ په لېږدوونکي موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین په وسیله، شهید شو. د الیاس کورنۍ او د افغانستان د رسنیو ټولنې ته د تسلیت ترڅنګ، له شک پرته، د داعي ترور د رسنیو او د بیان د آزادۍ د دښمنانانو کار دی.”
تر اوسه کومې ډلې یا وګړي د پېښې مسوولیت، نه دی منلی.
د یادولو وړ ده چې تېره اونۍ یما سیاوش، د طلوع نیوز پخوانی خبریال د دوو تنو سره د مقناطیسي ماین پېښه کې مړه شول.
دا پېښې په داسې وخت کې رامنځته شوي، چې افغانستان لا هم، د خبریالانو او فعالانو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک او وژونکی، هېواد ګڼل شوی دی.