اسټرالیا ته د هندي ټیم د بریالي سفر پای او د ډوهني ښکلې لوبه

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

  په اسټرالیا کې د کوربه اسټرالیا او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۵۰ اوریزه سیالیو د لړۍ وروستۍ لوبه هم پرون ترسره شوه، چې پکې هندۍ لوبډلې بریا خپله کړه.

 هندۍ لوبډله دوه میاشتې وړاندې د اسټرالیا په سفر تللې وه، چې په دغه سفر کې یې دوه ۲۰ اوریزه، ۴ ټیسټ او درې ۵۰ اوریزه لوبې ترسره کړې، چې پکې د کوربه اسټرالیا په نسبت هندۍ لوبډلې زیاتې بریاوې خپلې کړې.

 که څه هم د دوه ۲۰ اوریزه سیالیو سیریز په مساوي توګه پای ته رسیدلی و؛ د ۴ ټیسټ لوبو په لړۍ کې هندوستان ۲ او نیوزیلینډ یوه بریا خپله کړه، خو وروستۍ سیالي د باران له کبله مساوي شوه او ورپسې د ۵۰ اوریزه لوبو په سیریز کې هم هندۍ لوبډلې ۲ د ۱ مقابل کې بریاوې خپلې کړې، چې ورسره دغه سفر هم پای ته ورسید.

 په وروستۍ سیالۍ کې اسټرالوۍ لوبډلې د هند کرکټ ملي لوبډلې ته د ۲۳۱ منډو هدف ورکړ او په ځواب کې یې هندوستان د مهندر سینګ ډوهني په بهترینې لوبې ۸۷ ناسوځیدلو منډو سره دغه هدف ته د لوبې په وروستي اور کې ځان ورسو.

 د درې لوبو په سیریز کې هندی لوبغاړی، ډوهني، چې په نږدې راتلونکي وخت کې د تقاعد خبرې هم کیږي؛ ۳ مسلسل نیمه سلیزې جوړې کړې.

 اسټرالوۍ لوبډلې د وروستۍ لوبې لپاره په لوبډله کې بدلون هم راوستی و، خو د ډوهني غټ اننګز یې خبره برعکس ثابته کړه.

د یادونې وړ ده، چې د اسټرالیا په کوربه توب د هند لوبډلې همدلته پای ته ورسید، خو د راتلونکي سفر لپاره د نیوزیلینډ په لور روانه ده، چې راتلونکې اونۍ یې د ۵ پنځوس اوریزه او درې ۲۰ اوریزه سیالیو لړۍ پیل کیږي.