ژباړه: محمد عزيز پردېس
که د حسادت حس ستاسو او ملګرو ترمنځ مو د يو سالم رقابت د پيلېدو لپاره يوه څړيکه وي، نو ډېر او مهم برياليتوبونه ځان سره ولري. خو له هغه وخت نه چې دغه شخصيتي ځانګړنه د يوې ناروغۍ په بڼه په شخص کې راڅرګنده شي، دا به نو بيا هغه وخت وي چې تاسو به تر ابده خپل ځان د نورو سره پرتله کوئ او د خپلو امتيازاتو او شتو باندې به سترګې پټوئ او تل به مو د نورو شرايطو او شتو ته سترګې پټې کړې وي. په همدې اساس ستونزه له همدې ځايه جدي کېږي او ورو ورو په يوې شخصيتي ناروغۍ اوړي.
په دې ليکنه کې به تاسو په دې وپوهېږئ چې حسادت څه ته وايي او څنګه کولی شئ له دې شره ځان وژغورئ.
که دغه نښې مو درلودې نو حسد لرئ:
حسادت ستاسو ژوند مختلوي او د نورو له ملګرتيا مو پاتې کوي او د وخت په تېرېدو له تاسو څخه ناکامه او کمزوری انسان جوړوي چې په پايله کې خپلو موخو ته په رسېدو کې پاتې راځئ. که په دې توضيحاتو بيا هم د دې ځانګړنې په زيانونو ډاډه نه ياست او خپل ځان حسود نه احساسوئ، نو کولی شئ د لاندې ځانګړنو په لوستلو سره به په دې مطمئن شئ چې تاسو حسود ياست يا نه.
که خپل ډېری وخت د نورو د شتمنيو په فکر کولو تېروئ او د خپلو شتو په ارزښت نه پوهېږئ.
که تل خپل ځان د ملګرو، کورنۍ، همکارانو او حتh د کورنۍ له غړو سره پرتله کوئ او په دې پرتله کولو کې د کمزورۍ او حقارت احساس کوئ.
که په ورځيني ژوند کې د يو ځانګړي شخص سره تل د هغه د ظاهري بڼې او لباسونو سره ځان ارزوئ او د خبرو پر مهال د دې صبر نه لرئ چې د هغه څېرې، کړه وړو او ژوند ته وګورئ.
که د خپلو ملګرو د نږدې اړيکو په ليدلو سره تل دا هيله کوئ چې ای کاش ما د هغوی د صميمیت او مينې نيمايي برخه په خپلو اړيکو کې لرلی.
که د هر چا د مخامخېدو سره د هغه د شغلي موقيعت، برياليتوب او کورنيو اړيکو څخه ځورېږئ.
که د خپلې مېرمنې د ټيليفوني اړيکې، د ټولنيزو رسنيو کارول او حتا د هغې دايميلونه څارئ او د دې په لټه کې ياست چې د خيانت يوه نښه پکې ومومئ.
که د خپل نږدې ملګري د بل کس سره د بلدېدو څخه رنځ وړئ او د دې تمه نه لرئ چې د هغوی ترمنځ صميميت تاسو سره ولئ نشته.
دا ټولې هغه ځانګړنې دي چې له تاسو يو بخيل او حسود انسان جوړوي، هغه کړنې چې لومړی تاسو او وروسته به نور وځوروي او تاسو به په يو منزوي او يوازې شخص واړوي.
خپل شخصيت ته مو ارتقا ورکړئ
د دې لپاره چې پر حسادت برلاسي شئ او خپل ژوند يو منظم او ښه لوري ته تغير کړئ؛ په خپلو کړنو، کار وکړئ، خپل ځان په داسې شخص واړوئ چې د احترام وړ واوسئ او نور د دې حس ونه لرئ چې خپل ځان د نورو سره پرتله کړئ. د بېلګې په ډول، که انرژي لرونکی، فعاله او يا هم خوش صحبته شخص نه ياست، د دې مهارتونو د تمرينولو په مرسته هڅه وکړئ چې د ټولنې په منځ کې د خلکو د خوښې وړ شئ او په ښو کړنو مشهوره شئ. خو د شخصيت د ارتقا لپاره حتما په لاندې لارښوونو هم عمل وکړئ:
په خپل نفس اعتماد باندې مو بيا له سره غور وکړئ. د خپلو کړنو او عيبونو يو لېست برابر کړئ. په خپلو عيبونو کار وکړئ او څومره چې کولی شئ هغه د خپلو کړنو څخه لرې کړئ. وروسته په هغو ښو صفتونو چې ټول مو پرې پېژني تکيه وکړئ او مه پرېږدئ چې ستاسو حسادت په هغو خپل سيوری وغوړوي.
که د خپل ملګري او يا همکار له مالي اړخ څخه رنځ وړئ او حسادت مو راځي، بايد دا ومنئ چې تاسو هغومره شتمني نه لرئ او پر ځای يې هڅه وکړئ چې د خپل عايد په کنټرول سره د ځينو شيانو لکه، موټر، کور… لپاره بايد سپما وکړئ، ترڅو وروسته د هغوی د مالکيت څخه د خپلو شرايطو په اړه ښه احساس ولرئ.
که تل په دې هکله حسادت لرئ چې تاسو ولې د نورو شاوخوا ملګرو پشان مو د ښکلي اندام خاوند نه ياست، نو دا هم ستونزمنه نه ده. همدا نن ولاړ شئ او په يوه ورزشي کلپ کې ګډون وکړئ، پرته له شکه چې په لږه موده کې به د ښکلي او مناسب اندام خاوند شئ. البته چې ورزش کول به د وخت په تېرېدو سره ستاسو په چلند کې هم مثبت تغيرات راولي.
خپله واوسئ. مه پرېږدئ چې حسادت مو د هغو کسانو په څېر کړي چې د هغوی ليدلوری نه لرئ. د نورو د چلند څخه تقليد کول ستاسو د شخصيت په ښه کولو کې هېڅ مرسته نشي کولی.
خپل ځان به هر هغه هنر، دندې او مسلک کې چې لرئ يې ماهر کړئ. ستاسو برياليتوب او د نورو هڅول د دې لامل ګرځي چې تاسو دې د نورو د ژوندانه ظاهري بڼې او موقعیت پسې دومره ونه ګرځئ.
بايد خپل فرصتونه او شتمنۍ تل ځان ته راپه ياد کړئ (روغتيا مو، د خوراک، څښاک او پوښاک امکانات مو، وړتياوې مو، مالوماتو او ټکنالوژۍ ته لاسرسی مو… ). ټول هغه امکانات چې تاسو يې لرئ او نور خلک ترې محرومه دي، راپه ياد يې کړئ او شکر ادا کړئ.
خپل ليدلوري ته مو بدلون ورکړئ
کله چې د ګرمېدو لپاره کافي جامې، د ژوند لپاره يوه سرپناه، د خوړلو لپاره سالم خوراک او نور اړين امکانات او د سلامتۍ لپاره درمل ستاسو په چوپړ کې وي، په دې فکر وکړئ چې ډېری به د هغو لپاره تاسو سره حسادت کوي؛ نو هڅه وکړئ چې پر حسادت باندې د برلاسي کېدو لپاره واقعبينانه واوسئ او خپل ليد مو بايد خپلو شتو ته متوجه وي.
په دې مسير کې به وشئ کولی چې په مختلفو موقيعتونو کې له هغو کسانو ځانونه وژغورئ چې تاسو سره حسادت لري، ځان لرې وساتئ او کله چې د حسادت لبمه مخ په زياتېدو شي؛ نو حتما به د هغه سره د خپل حسادت دلايل مرور کوئ او د دې شرايطو په کنټرول سره هره ورځ خپل ځان د سکون او اعتماد په لرلو سره وهڅوئ.
له حسادته تر برياليتوبه:
د خپل حسادت په اړه فکر وکړئ او هره ورځ له ځانه د هغه د لامل پوښتنه وکړئ او اصلي ريښې يې پيدا يې کړئ.
د حسادت پر وخت زمونږ ذهن په داسې توګه د پرتلې سره درګيره کېږي چې د اصلي واقيعت د درکولو وړتيا له لاسه ورکوي.
په داسې حالاتو کې بايد له ځانه وپوښتو: ( د څه شي د لاسه ورکولو څخه وېره لرم؟ ) که مو خپلې پوښتنې ته کوم ځواب پيدا کړ، نو هغه وخت به وشئ کولی چې ځان ته قناعت ورکړئ.
له بل اړخ نه د حل لپاره يوه مهمه لاره، په خپلو شتمنيو يا شتو تمرکز کول دي. په داسې حال کې چې د يو چا برياليتوب او ژوند ستاسو حسادت راپاروي، غوره ده چې هره ورځ د هېندارې پر وړاندې خپلې موخې او غوښتنې مرور کړئ او هغې خوا ته خپل مسير راواړوئ. د دې کړنلارې په مرسته په حسادت برلاسي کېدل پرته د برياليتوب څخه به بله پايله ونه لري.
څرنګه مو چې مخکې هم يادونه وکړه، حسادت کله ناکله طبيعي او ګټور دی، خو که دغه حس تاسو تر خپل سيوري لاندې راوستئ او په مخربه توګه تل تکرار شي؛ نو په چټکۍ سره به د يوې رواني ناروغۍ بڼه ځان ته اختيار کړي.