د هند IPL سیالیو په تاریخ کې زیاتې شپږیزه وهونکې لوبغاړي

سپینه تجريدي ډیزاین

د هند آی پي ایل سیالیو ۱۳ پړاونه ترسره شوي، چي په لومړي پړاو کي راجستان، په دویم پړاو کې ډیکن چارجیرز، په درېیم پړاو کې چینای سوپر کینګز، په څلورم پړاو کې چینای سوپر کینګز، په پنځم پړاو کې کلکتې، په شپږم پړاو کې ممبي، په اووم پړاو کې کلکتې، په اتم پړاو کې ممبي، په نهم پړاو کې حیدراباد، په لسم پړاو کې ممبي، په یوولسم پړاو کې چینای سوپر کینګز، په دوولسم پړاو کې ممبي او دیارلسم پړاو کې هم ممبي اتلولي ګټلې ده.

ټاکل شوې ددې لیګ څوارلسم پړاو د روانې اپرېل میاشتې په نهمه نېټه د اتو لوبډلو ترمنځ پيل شي، چې پکې یوې لوبډلې سنرایزر حیدراباد درې افغان لوبغاړي محمدنبي، راشدخان او مجیب ځدران اخیستي.

 

د هند IPL سیالیو په تاریخ کې زیاتې شپږیزه وهونکې لوبغاړي

 

۱ـ کریس ګېل، په ۱۳۲ لوبو کې یې ۳۴۹ شپږیزې وهلې دي.

۲ـ اي بي ډیویلرز، په ۱۶۹ لوبو کې یې ۲۳۵ شپږیزې وهلې دي.

۳ـ مهندرا سینګ ډوهني، په ۲۰۴ لوبو کې یې ۲۱۶ شپږیزې وهلې دي.

۴ـ روهیت شرما، په ۲۰۰ لوبو کې یې ۲۱۳ شپږیزې وهلې دي.

۵ـ ویراټ کوهلي، په ۱۹۲ لوبو کې یې ۲۰۱ شپږیزې وهلې دي.

۶ـ کیرون پولارډ، په ۱۶۴ لوبو کې یې ۱۹۸ شپږیزې وهلې دي.

۷ـ ډیویډ ورانر، په ۱۴۲ لوبو کې یې ۱۹۵ شپږیزې وهلې دي.

۸ـ سوریش رانا، په ۱۹۳ لوبو کې یې ۱۹۴ شپږیزې وهلې دي.

۹ـ شین واټسن، په ۱۴۵ لوبو کې یې ۱۹۰ شپږیزې وهلې دي.

۱۰ـ روبین اوتاپه، په ۱۸۹ لوبو کې یې ۱۶۳ شپږیزې وهلې دي.