ارسنال په نیمه پایلوبه کې منچسټر سیټي ته ماتې ورکړه!

رنګین تجريدي ډیزاین

د انګلستان په حذفي جام کې تېره شپه دوې انګلستانۍ لوبډلې ارسنال او منچسټر سیټي فوټبال لوبډلې یو د بل په وړاندې نیمه پایله کې ولوبېدې، چې ارسنال پکې بریا خپله کړه.
په یاده لوبه کې ارسنال ۲ ګولونه پر ۰ منچسټر سیټي ته ماتې ورکړه.
د ارسنال لپاره دواړې ګولوهنې اُبومیانګ د لوبې په ۱۹مه او ۷۱یمه دقیقه کې ترسره کړې.

په دې بریا سره ارسنال فوټبال لوبډلې د انګلستان حذفي جام پایلوبې ته لاره پيداکړه.
ټاکل شوې ددې جام دوهمه نیمه پایلوبه نن ماخستن د چلسي او منچسټر یونایټیډ لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
دا لوبه نن ماخستن ۱۱:۳۰ بجې پیلیږي.
ددې سیالیو پایلوبه بیا د اګسټ میاشتې په لومړۍ نېټه ارسنال لوبډله د ننۍ لوبې له ګټونکي ټيم سره ترسره کوي.

د انګلستان دا حذفي جام د ۱۸۷۱م څخه راوروسته هر کال د لسګونه لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.
ددې جام ډېره اتلولي ارسنال ۱۳ ځلې خپله کړې.
له هغه راوروسته دا جام ۱۲ ځلې منچسټر یونایټیډ، ۸ ځلې چلسي، ۸ ځلې تاتنهام، ۷ ځلې لیورپول، ۷ ځلې اسټون ویلا، ۶ ځلې نیوکاسټل یونایټيډ او ۶ ځلې بیا منچسټر سیټي ګټلی.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.