زیمبابې کې د کرکټ لس اوریزه لیګ پيل شو!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د زیمبابې هیواد د کرکټ لس اوریزه کورنۍ سیالۍ پرون شنبه (د جولای میاشتې په ۴مه نېټه) پيل شوې.
په یاد لیګ کې به ۴ لوبډلې په اتو ورځو کې یو د بل په وړاندې سیالۍ ترسره کړې.
د زیمبابې هیواد په یاد کورني لیګ کې ګډونوالې ۴ لوبډلې کابوي سټار، کیټوي کینګز، لوساکا هیټز او نډولا بلیټس دي.
د دې لیګ په لومړۍ ورځ څلور لوبې ترسره شوې، په دوهمه ورځ نن یکشنبه هم څلور لوبې ترسره کیږي. په درېیمه ورځ یې د جولای میاشتې په ۱۱مه نیټه یې هم څلور لوبې ترسره کیږي.

خو د دې لیګ نیمه پایلوبې او پایلوبه بیا د جولای میاشتې په ۱۲مه نېټه ترسره کیږي.
د زیمبابې کرکټ بورډ وایې، چې د دې سیالیو څخه یې موخه داده تر څو لوبغاړي لوبو ته وهڅول شي او ددې ترڅنګ مینه والو ته دا زمینه برابره شي، چې له لوبو خوند واخلي.
د کورونا ویروس څخه راوروسته د نورو ورزشې لوبو ترڅنګ کرکټ هم عادي حالت ته راګرځېدلی.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.