زیمبابې لوبډلې؛ افغان کرکټ ټیم سره سیالیو ته چمتوالی پيل کړ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د زیمبابې کرکټ ملې لوبډلې وروسته له هغه درې اونییزه تمریناتې کمپ پيل کړ، چې د ټولو لوبغاړو د کورونا ټیسټ منفې وو.
د زیمبابې کرکټ بورډ یاد تمریناتې کمپ کې ۳۷ لوبغاړي ځای کړي، چي ټولو تر تمرینونو مخکې خپل ځانونه ټیسټ کړل.
د زیمبابې کرکټ بورډ یاد تمریناتې کمپ کې دا لوبغاړي شامل کړي:
براین چاري، چریسټوپر مپوفو، انسلیني نادولو، چارلټن تسوما، شان ویلیامز، فراز اکرم، ریان برل، سکندر رضا، چامونوروا چیبابا، ایلټون چیګمبورا، کریګ اریوین، کایل جارویس، ټیناش کامونکاشیو، نیویل مادزیو، ویلیم مېشینګ، پيټر جوزیف مور، برین موډزینګیاما، ریان موري، برینډن ټیلر، ریګیس چاکابوا، لوک جونګوي، ویسلي مادویري، تیمیسیه ماروما، ویلټن مسکدزا، پرنس ماسواور، ټاپیوا مفطزا، ټینوټینډا موتومبوتزي، ریچمنډ موتومبامي، ریچارډ نګاروا، ویکټور نیوچي، برینډن میوتا، کارل مومبا، ټیندي چیسورو، ټیندي چیتارا، کیون کوسوزا او ډونالډ ټریپانو.

زمبابوې کرکټ بورډ وايي،راتلوونکې جولای میاشت کې دوی له افغانستان سره د پنځو شل اوریزې لوبو سیریز لري.
یاد بورډ زیاتوي چې د افغانستان سره لوبې به د تړلو دروازو تر شا ترسره شي، خو تراوسه افغان کرکټ بورډ د زمبابوې سره د سیریز په اړه وروستۍ پریکړه نده کړي.
د سکیجول له مخې ټاکل شوې، چې زمبابوې کرکټ ملې لوبډله به راتلوونکې میاشت له افغانستان سره پنځه شل اوریزې لوبې ترسره کړي او بیا به ددغه کال په وروستیو کې له اسټرالیا او هندوستان سره سيالۍ ولري.
خو دا لا معلومه نه ده چې دغه سیالۍ به د کرونا ویروس له امله وځنډول شي او کنه؟
د افغانستان کرکټ بورډ لا د دې سیالیو د ترسره کولو او نه ترسره کولو په اړه څه نه دي ویلې، خو د احتیاط لپاره یې په کابل کې د ملي لوبغاړو لپاره تمریناتي کمپ هم په لاره اچولی دی.