هاروي میکي – مشهور کالم لیکوونکی او سوداګر
ژباړه: شاهین
که له بریالیو انسانانو هم وپوښتئ، وبه وايي چې ناکامیدل شته او دوې ټول د ناکامۍ په اړه په تشویش دي.
اما له ناکامۍ وروسته موږ او تاسې ټول کم تر کمه دوه مهم درسونه زده کوو:
– لومړی دا چې زموږ د ناکامیو حداقل یو سبب موجود و. هغه کوم دی؟
– دوهم دا چې موږ بیا راپاڅیږو، ودریږو، هڅه کوو او بریالي کیږو.
اوس پوښتنه داده، چې ولې خلک ناکامیږي؟
دې پوښتنې ته په ځواب کې د – تاسې يې ګټلای شئ – یا You Can Win کتاب لیکوال شیو کیرا د ناکامۍ اووه (۷) دلایل وړاندې کړي. د نوموړي په وینا د ناکامیدو (۷) اساسي سببونه موجود دي. همدا (۷) سببونه مشهور کالم لیکوونکي او سوداګر هاروي میکي په لنډ ډول تشریح کړي دي.
۱ـ د تداوم نشتون
زیات شمیر خلک سره له دې، چې پوره پوهه او تجربه لري، خو بیا هم ناکامیږي. ددوې د ناکامۍ اصلي لامل د دوام نشتوالی دی. دوې هر کار په نیمه لاره کې پریږدي او ژر ناهیلي کیږي.
کله چې تاسې د خپلې کامیابۍ په لور سفر کې له ستونزو سره مخ کیږئ، مه ناهیلي کیږئ؛ بلکې دوام ورکړې او مقاومت وکړئ.
یوه خبره، چې دلته يې یادول ضرور دي، هغه دا چې کله هم ستاسې د کار او فعالیت میتود مثبته پایله نه ورکوي، بدل یې کړئ او له نویو لارو څخه استفاده وکړئ. خو داسې مه کوئ، چې د میتود او روش د بدلولو په ځای، له خپلې موخې لاس په سر شئ.
۲ـ په ځان د باور نشتون
په ځان بې باوره خلک اکثره ناکامیږي. دوې که څه هم د یو کار ښه پیل وکړي، خو په نیمه لاره کې ترې پاتې کیږي. دوې فکر کوي، چې دوې ددې کار د بشپړولو توان او وړتیا نه لري. دوې په ځان حتا دومره بې باوره وي، چې آن ځینې کارونه په نه زړه کوې.
تاسې لومړې دا مشخص کړئ، چې کوم کارونه د ترسره کولو ارزښت لري. کله چې کوم کار د ترسره کولو ارزښت ولري، په منظم او ښې طریقې سره يې ترسره کړئ او ډاډه اوسئ، چې تاسې بریالي کیږئ.
۳ـ توجیه کول
بریالي خلک ټول خپل فعالیتونه تجزیه او تحلیلوي؛ خو دوې هیڅکله خپله ناکامي نه توجیه کوي. ناکام خلک بیا برعکس، همیشه د خپلو ناکامیو لپاره یو کتاب بهانې راټولوي.
همدا نن خپل نظر بدل کړئ. هر کار ته د ناکامۍ له اړخه مه ګورئ. کامیابي او ناکامي سره خور او ورور دي. کوښښ وکړئ، چې همدا نن بریالي شئ او خپلو موخو ته ورسیږئ.
۴ـ له ناکامیو څخه نه زده کول
ځینې خلک ژوند او زده کړه کوي؛ ځینې نور بیا یواځې ژوند کوي. ناکامي یو ښه استاد دی؛ خو که تاسې ښه زده کوونکي اوسئ. هوښیار خلک يې له خپلو ناکامیو زده کوي او خپلې ماتې ته د تجربې په نظر ګوري.
خپلې ستونزې او سټراټیژۍ مشخصې کړئ. ولې ستاسې سټراټیژي ناکامه وه؟ ستونزه چیرته ده؟ او تر دې ښه حل لاره کومه ده؟ دې ټولو پوښتنو ته ځواب ومومئ او بیا هڅه وکړئ.
۵ـ بې نظمي او ګډوډي
ناکام خلک بې نظمه او ګډوډ وي. نظم او ډیسپلین ستاسې فکر ته مرکزیت ورکوي او ستاسې د فعالیتونو په وړاندې خنډونه له مینځه وړي.
۶ـ ځان کم ارزښته ګڼل
ځان کم ارزښته ګڼل په ځان له بې باورۍ سرچینه اخلي. هغه خلک چې په ځان بې باوره وي، همیشه د ځان په لټه کې وي. دوې په دې نه پوهیږي، چې د ځان په لټولو پسې لالهانده ګرځیدل بې ګټې دي. دوې باید د خپل ځان د لټون په ځای، خپل ځان خپله جوړ کړي.
په ځان د ناکامو خلکو ټاپه مه وهئ. تاسې به ناکام شوي وۍ، خو تاسې، چې تر هغې کوښښ کوئ، ناکام نه یۍ. د خپلو موخو په لور یو ځل بیا ډاډمن ګامونه اوچت کړئ او خپلو هڅو ته دوام ورکړئ.
۷ـ هر څه په بخت پورې تړل
ناکام خلک هر څه په خپل بخت پوري تړي. دوې په ژوند کې خپل رسالت نه پوره کوئ. همدا ددوې د ناکامیدو لوې لامل دی.
سمه ده، چې تاسې د ژوند د هرې بدلیدونکې شیبې مسؤل نه یئ. خو مه هیروئ، چې تاسې د خپلو خوښیو او کامیابیو لپاره مسؤل يې. هره ورځ په ائینه کې وګورئ او ووايي، چې تاسې د ژوند په وړاندې مسؤلیت لرئ. ستاسې روش ستاسې پرمختګ مشخصوي.