افغانستان نن د بنګله دیش خلاف د ۲۰ اوریزه سیالیو پيل کوي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

 د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزه کرکټ سیالو لړۍ سر له نن په هندوستان کې پیلیږي.

د افغانستان په کوربه توب د هندوستان په دهرادون کې د دوړاو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزه سیالیو سیریز یا لړۍ ترسره کیږي، چې پکې د روانې جون میاشتې په ۳ مه نیټه نن د یکشنبې ورځ لمړۍ، د جون ۵ مه نیټه د سې شنبې ورځ دویمه او د جون په ۷ مه نیټه د راتلونکې پنجشنبې ورځ وروستۍ دریمه ۲۰ اوریزه سیالي پلان شوې ده.

 افغان کرکټ ملي لوبډله داسې مهال د بنګله دیش خلاف په ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ کې مخ کیږي، چې له دې وړاندې یې د ۲۰۱۴ م کال د کرکټ ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو کې د بنګله دیش څخه په ستر توپیر سره ماتې خوړلې وه.

خو بل خوا اوس بنګله دیشي لوبغاړو کپتان شکیب الحسن او مشفیق الرحیم د افغان لوبډلې د سپین بالینګ څخه له وړاندې اندیښنه ښودلې ده او ویلي دي، چې په سیالیو کې به ورته د بریا خپلول اسانه نه وي.

د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لمړۍ ۲۰ اوریزه سیالي نن د افغانستان پر وخت د ماښام په ۷ او د هندوستان پر وخت د شپې په ۸ بجو سره پیلیږي.